د لاس رسي وړ اتصالات

آی ایم ایف پاکستان ته د څه باندې ۱ ملیارد ډالرو پور ورکولو پروګرام منظور کړ


د پیسو د نړیوال وجهي صندوق ) آی ایم ایف) اجرائیوي بورډ دوشنبه اګست ۲۹ (وږي۸) د پاکستان لپاره د پور ورکولو د یو ستر پروګرام په ژوندي کولو موافقه وکړله.

آی ایم ایف د پاکستان لپاره د ۱.۱ ملیاردو ډالرو پور ورکول پداسې حال کې منظوروي چې پدې هیواد کې له یوې خوا اقتصادي بحران دی او له بلې خوا موسمي بارانانو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي.

ټاکل شوې دا پیسې پاکستان ته په سمدستي توګه ورکړل شي.

آی ایم ایف چې مرکز یې د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې دی د پاکستان لپاره د ۵ سوه ملیون ډالرو اضافي پور ورکولو منظوري هم ورکړې چې پدې سره د اسلام آباد سره د پیسو د نړیول وجهي صندوق د ټول پور اندازه ۶.۵ ملیارد ډالرو ته رسیږي.

دې نړیوالې ادارې د پاکستان د حکومت دا غوښتنه هم منلې چې دا مرستې دې د ۲۰۲۳ کاله پورې دوام پیدا کړي.

د پاکستان او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق تر منځ د ۶ ملیارد ډالرو اقتصادي مرستو موافقه په ۲۰۱۹ کال کې د مخکني صدراعظم عمران خان په حکومت کې لاسلیک شوې وه خو دا چې د ښاغلي خان حکومت ونشو کړی د آی ایم ایف لخوا ټاکل شوي اصلاحات پر ځای کړي او د مالیې په راټولولو کې هم پاتې راغلی و، د دې پیسو ورکول هم وځنډیدل.

د پاکستان درېیمه برخه سیلابونو لاندې کړې، د مړو شمېر تر ۱۱۰۰ پورته شوی
د پاکستان درېیمه برخه سیلابونو لاندې کړې، د مړو شمېر تر ۱۱۰۰ پورته شوی


د آی ایم اف د رئیس مرستیالې انتوینیت سایه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پاکستان سره دا مرستې پداسې حال کې کیږي چې په اوکراین کې د جګړې او داخلي ستونزو له کبله د پاکستان اقتصاد د ستونزو سره مخ دی.


په همدې حال کې د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل په ټویټر کې د دې پور تر منظوریدو وروسته د هیواد صدراعظم شهباز شریف ستایلی چې "سختې پریکړې یې کړي او پاکستان یې د پور په ورکولو کې د پاتې راتلو څخه وژغوره".

د دې پور د تر لاسه کولو لپاره د پاکستان صدراعظم په هیواد کې درې ځله د تیلو بیې لوړې کړلې او هم یې یې د بریښنا بیه لوړه کړله او هغه حکومتي مرستې یې هم له منځه یوړلې چې د عمران خان په وخت کې عملې کیدې.
د مالیې وزیر تیره میاشت ملي اسامبلې ته ویلي و چې دا اقدامات ځکه ضروري و چې هیواد باید د پور په ورکولو کې د پاتې راتلو څخه وژغورل شي.

هغه ویلي و، "مونږ پوهیدو چې دا کار مو سیاسي محبوبیت زیانمنوي خو بیا مو هم وکړ".

د پاکستان حکومت د آی ایم ایف سره منلې چې بودجه به په قاطع توګه مصرفیږي تر څو ددې اړتیا پیدا نشي چې بیا پور واخلي.

پاکستان همدارنګه موافقې کړې چې د برښنا په سکتور به اصلاحات راولي، د شیانو د بیو د لوړیدو د مخنیوي لپاره به مالي پالیسي سختوي، حکومتداري به هم قوي کوي، د فساد سره به مبارزه کوي او د ټولنیز خوندیتوب په برخې کې به هم بهتري راولي.

سره لدې متحده ایالات د پیسو د نړیوال وجهي صندوق لخوا چې تر ټولو ستر مالي ملاتړی یې هم دی، پاکستان ته د پور ورکولو ملاتړ کوي خو کارپوهان پدې اند دي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې له کبله متحده ایالاتو هم هغه شان مالي مرستې ددې ادارې سره ندي کړي.

د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې د جنوبي آسیا د پروګرامونو مشره تمنا سالیک الدین وایي متحده ایالات ځکه د پاکستان سره د مالي مرستو ملاتړ کوي چې نغواړي د افغانستان په ګاونډ کې کړکیچ یې په ګټه ندی او دا چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ګټې، د اتومي وسلو خوندیتوب او ثبات هغه څه دي چې د امریکا ملي ګټې پکې نغښتې دي.

د میرمن سالیک الدین په وینا د واشنګټن او بیجنګ تر منځ په سیالۍ کې پاکستان ته په کار ده چې د اقتصادي مرستو تر لاسه کولو لپاره داسې دریځ غوره کاندي چې یو اړخ خوا ته هم ډیر نه وي مایل.

XS
SM
MD
LG