د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو د قومي لږکیو امنیت لپاره لازم اقدمات ندي کړي


د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې پر قومي او مذهبي لږکیو د داعش ډلې د چاودنو مخنیوي کې د طالبانو حکومت په پاتې راتلو او چلند باندې انتقاد کړی دی.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ سپټمبر پنځمه (وږې ۱۵) په یو راپور کې ویلي چې داعش ډلې د افغانستان په ښوونځيو او جوماتونو کې هزاره وګړي او قومي لږکۍ څو ځله هدف ګرځولي دي، خو وايي طالبان د دغه چاودنو مخنیوي او قومي لږکیو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

د دغه راپور د معلوماتو په اساس پر افغانستان د طالبانو د یو کال حاکمیت پرمهال داعش ډلې په افغانستان کې پر هزاره وګړو د ۱۳ بریدونو مسؤلیت منلی دی او لږ تر لږه په درې بریدونو کې دخیل پيژندل شوي دي. د بشري حقونو څار سازمان په وینا په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکي فرشته عباسي ویلي: "د طالبانو له تسلط څخه، د داعش ډلې اړوند وسله والو پر هزاره وګړو، په ښوونځي کې او د کار او لمانځه پر مهال څو پرله پسې «وحشیانه» بریدونه کړي دي، پرته له دې چې طالبان ورته جدي جواب ورکړي."

هغې ټینګار کړی دی چې طالبان له ګواښ سره مخ ټولنې د امنیت نیولو او د پېښو له قربانیانو سره د مرستې مسؤلیت لري.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې ویلي چې په کابل او مزار شریف کې د وروستیو چاودنو د قربانیانو له کورنیو سره یې مرکې کړي دي. راپور کې ویل شوي چې یادو کسانو په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو د وروستیو حملو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

له یادو کسانو څخه یو د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي: "زموږ ماشوامن باید ښوونځيو ته ولاړ شي، ښځې باید وکولای شي چې روغتونونو ته ولاړې شي، زه غواړم چې جومات ته ولاړ شم. د دې ټولو لپاره باید امنیت احساس وکړو. د خدای لپاره دا ځایونه باید هدف ونه ګرځول شي، نور موږ پر ځای کې مه وژنئ."

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې پر هزاره او نورو وګړو د داعش ډلې بریدونه د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده او ویلي یې دي چې «پر ملکي وګړو قصدي بریدونه جنګي جنایت دی.»

اغلې عباسي زیاته کړې: "د وسله والو ډلو مشران ممکن یوه ورځ د هزاره ګانو او نورې ټولنې په وړاندې د خپلو جنایتونو له مخې تر عدلي څار لاندې ونیول شي."

د بشري حقونو د څار سازمان همدارنګه د داعش خراسان ـ څانګې څخه غوښتي چې پر ملکي وګړو خپل ټول بریدونه بند کړي. دغه سازمان همدارنګه له طالبانو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د هزاره وګړو په ګډون د نورو ګواښ سره مخ افغانانو د امنیت د تامین په برخه کې جدي هڅې وکړي او له ډار پرته ورته د زده کړو او عبادت زمینه برابره کړي.

په راپور کې همدارنګه له هغو هیوادونو څخه چې له طالبانو سره په تعامل کې دي غوښتي چې هغوی هم باید په دغه هیواد کې د هزاره وګړو د امنیت د تامین غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې په ورار وار ویلي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو امنیت ته ژمن دي،خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو په کابل، بلخ او کندز ولایتونو کې خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.په دغه درې ولایتونو کې د روان کال له جنورۍ راپدېخوا مرګونه بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG