د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له خپلې فضا څخه افغانستان ته د امریکايي الوتکو داخلېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې رد کړې


پاکستان د هغه هیواد له فضا څخه افغانستان ته د امریکايي بې پیلوټه الوتکو داخلېدو په اړه د طالبانو حکومت د دفاع وزرت د سرپرست څرګندونې رد کړې.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اګست ۲۸ (وږې شپږمه) په یوې اعلامیې د «ژورې اندېښنې» په ښودلو سره ویلي چې دغه تورونه له شواهدو پرته لګول شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې تر هغه څو ساعته وروسته وکړې چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په غبرګون کې وویل چې پاکستان باید خپل فضا د افغانستان پر ضد ونه کاروي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي پرون یکشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې، د امریکا بې پیلوټه الوتکې چې اوس هم د افغانستان پر فضا ګرځي د پاکستان له فضا څخه دغه هیواد ته داخلیږي.

نوموړي زیاته کړه: "دقیق او کره معلومات ځکه نشته چې زموږ رادار سیستم مکمل امریکا د خپلو وتلو پرمهال په بشپړه توګه خراب کړی او له منځه څخه وړی دی. بیا هم چې زموږ کوم معلومات دي، دوی د پاکستان له لارې څخه افغانستان ته داخلیږي او د پاکستان له فضايي حریم څخه استفاده کوي، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې خپله فضا زموږ په مقابل کې او زموږ خلاف استعمال نکړي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دغه چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: "د هر ډول شواهدو په نشتوالی کې، لکه څنګه چې خپله د افغانستان وزیر هم تائید کړه، دا ډول خیالي ادعاوې د تاسف وړ او له دپلوماتیکو نورمونو څخه سرغړونه ده."

په دغه اعلامیه کې راغلي "پاکستان د ټولو دولتونو په حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په باور باندې ټینګار کوي او هر ډول ترهګري غندي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نړیوالو ژمنو له مخې، ډاډ ورکړي چې تروریزم ته اجازه نه ورکوي، تر څو د دغه هیواد له قلمرو څخه د نورو هیوادونو پر ضد استفاده وکړي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې اوس هم د افغانستان پر فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکې ګرځي او هغه یې د دغه هیواد پر حریم تېری وباله. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د یادو الوتکو د ګرځېدو په اړه یې امریکايي چارواکو ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

هغه وویل: "کومې ډرون طیارې چې اوس د افغانستان پر فضا باندې ګرځي، دا اوس هم د امریکایانو ښکاره تجاوز پر افغانستان باندې دی، د افغانستان پر فضا باندي، موږ ډېره هڅه کړې ده د دوې په مجالسو کې، موږ د خارجه وزارت او له نورو ډپلوماتیکو لارو کوښښ کړی دی چې دوی (امریکا) ته دا خبره ورسوو او اعتراض وړاندې کړو، ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه خپل غږ پورته کړی دی، خو بیا هم په ډېره سپین سترګۍ سره دوی دا کار تر سره کوي، موږ یې غندو او دا یو ناروا عمل بولو او بیا غوښتنه کوو چې امریکایان له دې کاره څخه لاس واخلي."

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ځواکونو تر وتلو وروسته د تیر یو کال راپدېخوا د کابل ترڅنګ په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

طالب چارواکي پر داسې مهال د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو د مخینوي غوښتنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دالقاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل د یوې ادعا په حد کې دي او زیاته یې کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و په داسې حال کې چې طالبان د ظواهري وژل کیدل ردوي او په دې اړه د امریکا څخه شواهد غواړي وویل چې موږ بیخي ډاډمن یو چې ظواهري په برید کې وژل شوی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر په مېشتولو او هغه ته په ځای ورکولو سره طالبانو د دوحې تړون مات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ونۍ مخکې په کندهار ولایت کې د لویې ولسې غونډې د امریکا هغه هوايي برید وغانده چې په کابل کې د القاعده په مشر ایمن الظواهري وشو او هغه پکې ووژل شو.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې د کوم هیواد له نوم یادولو پرته ویل شوي هغه هیواد د متحده ایالاتو سره پدې "جنایت" کې شریک دی چې بې پیلوټه الوتکې ته یې پخپلې فضا کې د پرواز کولو اجازه ورکړې.

د دغه غونډې په پرېکړه لیک کې همدرانګه ویل شوي و چې د افغانستان په سر معامله به ګاونډیانو ته بدې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG