د لاس رسي وړ اتصالات

ملا یعقوب: پاکستان باید خپله فضا د افغانستان خلاف استعمال نکړي


د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د افغانستان په فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په غبرګون کې له پاکستان څخه وغوښتل چې خپله فضا د افغانستان په خلاف استعمال نکړي.

محمد یعقوب مجاهد نن یکشنبه اګست ۲۸ (وږې شپږمه) په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس دغه الوتکې د پاکستان له لارې څخه افغانستان ته داخلیږي.

نوموړي زیاته کړه: "دقیق او کره معلومات ځکه نشته چې زموږ رادار سیستم مکمل امریکا د خپلو وتلو پرمهال په بشپړه توګه خراب کړی او له منځه څخه وړی دی. بیا هم چې زموږ کوم معلومات دي، دوی د پاکستان له لارې څخه افغانستان ته داخلیږي او د پاکستان له فضايي حریم څخه استفاده کوي، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې خپله فضا زموږ په مقابل کې او زموږ خلاف استعمال نکړي."

د پاکستان حکومت تر دامهاله له خپل حریم څخه افغانستان ته د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د داخلېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې اوس هم د افغانستان پر فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکې ګرځي او هغه یې د دغه هیواد پر حریم تېری وباله. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د یادو الوتکو د ګرځېدو په اړه یې امریکايي چارواکو ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

هغه وویل: "کومې ډرون طیارې چې اوس د افغانستان پر فضا باندې ګرځي، دا اوس هم د امریکایانو ښکاره تجاوز دی پر افغانستان باندې دی، د افغانستان پر فضا باندي، موږ ډېره هڅه کړې ده د دوې په مجالسو کې، موږ د خارجه وزارت او له نورو ډپلوماتیکو لارو کوښښ کړی دی چې دوی (امریکا) ته دا خبره ورسوو او اعتراض وړاندې کړو، ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه خپل غږ پورته کړی دی، خو بیا هم په ډېره سپین سترګۍ سره دوی دا کار تر سره کوي، موږ یې غندو او دا یو ناروا عمل بولو او بیا غوښتنه کوو چې امریکایان له دې کاره څخه لاس واخلي."

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ځواکونو تر وتلو وروسته د تیر یو کال راپدېخوا د کابل ترڅنګ په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

طالب چارواکي پر داسې مهال د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو د مخینوي غوښتنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دالقاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ.

جمهور رئیس بایډن د اګست میاشتې پر لومړۍ نېټه په یوه ویډیويي بیان کې وویل: "د شنبې په ورځ د متحده ایالتونو پوځ زما په امر په کابل، افغانستان کې یو بریالی هوايي برید تر سره کړ چې په دغه برید کې د القاعدې امیر، ایمن الظواهري ووژل شو"

خو د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل د یوې ادعا په حد کې دي او زیاته یې کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ونۍ مخکې په کندهار ولایت کې د لویې ولسې غونډې د امریکا هغه هوايي برید وغانده چې په کابل کې د القاعده په مشر ایمن الظواهري وشو او هغه پکې ووژل شو.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې د کوم هیواد له نوم یادولو پرته ویل شوي هغه هیواد د متحده ایالاتو سره پدې "جنایت" کې شریک دی چې بې پیلوټه الوتکې ته یې پخپلې فضا کې د پرواز کولو اجازه ورکړې.

د دغه غونډې په پرېکړه لیک کې همدرانګه ویل شوي و چې د افغانستان په سر معامله به ګاونډیانو ته بدې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG