د لاس رسي وړ اتصالات

د نشې له امله خلک راته په ډېر بد نظر ګوري- یو معتاد 


د نشې له امله خلک راته په ډېر بد نظر ګوري- یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

په کابل ښار کې په نشه يي توکو روږدی محمد طاهر وايي، چې له پنځلسو کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي او دا چې معتاد دی نو خلک ورته په بد نظر ګوري او ډیر کله ترې خلک کرکه کوي. 

په کابل ښار کې په نشه يي توکو روږدی محمد طاهر وايي، چې له پنځلسو کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي او دا چې معتاد دی نو خلک ورته په بد نظر ګوري او ډیر کله ترې خلک کرکه کوي.

دغه معتاد چې اصلا د لغمان اصلي اوسیدونکی دی او اوس د کابل ښار د احمدشاه بابا په مېنه کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وايي اوس په دې ارمان دی چې بیرته عادي ژوند ته ورستون شي.

محمد طاهر وایې چې د لومړي ځل لپاره په غزني ولایت کې په مخدره موادو عملي شوی دی او لوی دلیل یې داوه چې ورسره ټول ملګري یې عملي وه نو دی هم ورسره په چرسو او بیا وروسته په تاریاکو اوس په پوډرو اخته شوی دی.

هغه وویل:" یوځل مې لس ورځې تداوي کړې خو چې پلار مې وفات شو زه له شِفاخانې راووتلم بیا نه یم ورغلی. دویم ځلي بیا ځکه پرې اخته شوم چې له بېلا بیلو خلکو سره مو ناسته ولاړه وشوه بېرته پرې اخته شوو."

محمد طاهر ته خپل د عمر هغه وخت هم وریادیږي چې دی روغ او صحتمند ځوان وه او خوشحال ژوند یې درلوده، په کورنۍ کې خلکو ورسره مینه کوله او د خلکو ورڅخه کرکه نه کیده خو اوس یې ژوند د کړاو څځه ډک دی او په خپله ويناء یې ان کورنۍ یې هم ترې کرکه او نفرت کوي.

محمد طاهر وویل:" خلک خو په بد نظر راته ګوري ځکه زمونږ عمل بد دی، هر سړی راپسې غږ کوي چې هاغه دی پوډري راغی یا چرسي راغی یا شرابي راغی خلک ټول په بد نظر راته ګوري که چېرې زمونږ عمل ښه وای ولې به یې په بد نظر راته کتل، حتی خپل د کور خلک رانه کرکه کوي ټول فامیل را سره خلاف ده، ځکه چې عمل مې بد ده.اوس مې ژوند ډېر سخت دی چې سخت نه وی غم به څه وو، دغه مو حال او ورځ ده، تمامه ورځ لمر ته ګرځو لاسونه مو په دې حال دي."

هغه وايي اوس غواړي چې نشه پریږدي او بیرته خپل ژوند ته وروګرځي او همداسې دی له ټولو ځوانانو نه غواړي چې نشه ته نه ووایي او هیڅ کله د معتادینو سره ناسته پاسته ونکړي.

XS
SM
MD
LG