د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي‌ چې څه باندې یوه کال کې یې د ۱۳زره معتادینو درملنه کړې


په افغانستان کې د معتادینو زیاتېدو په اړه اندېښنو سره هم مهاله په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، په تېر یوه کال کې د روغتیا وزارت سره په همکارۍ د ۱۳زره معتادینو درملنه کړې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې یاد معتادین د «کابل امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مديريت» لخوا د کابل ښار بېلابېلو سیمو څخه د درملنې په هدف راټول شوي وو.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې تر درملنې لاندې کسانو کې ۱۰۰ ښځینه معتادینې او ماشومان هم شامل دي. هغه همدارنګه وویل چې په نژدې وختونو کې به نور معتادین هم د درملنې په هدف راټول شي.

نوموړي زیاته کړه: "په تېرو ۱۴ میاشتو کې د کابل د امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مديريت د صحت عامه په مرسته وکولای شول چې د څه کم ۱۳۰۰۰ روږدو کسانو درملنه وکړي."

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې یاد معتادین یوازې له کابل ښار څخه راټول شوي دي.

که څه هم طالب چارواکي د ۱۳۰۰۰ معتادینو د درملنې خبر ورکوي، خو د دې سره سره لا هم د کابل ښار ځینو واټونو ګڼ یو شمېر روږدې کسان لیدل کیږي.

روانه میاشت د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې د اټکل له مخې په افغانستان کې پنځه میلیون کسان په نشه يي موادو روږدي دي.

هغه وویل چې په روږدو کسانو کې استادان او سواد لرونکي کسان هم شامل دي. ښاغلي حنفي وویل چې له یاد شمېر څخه شاوخوا یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

اقتصادي ستونزې، کډوالي، د نشه يي موادو کر کیله او سوداګري په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د اخته کېدو له اساسي لاملونو څخه بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تیر پخواني حکومت پر مهال په دغه هیواد کې د معتادینو د درملنې لپاره ۸۰ مرکزونه فعالیت کاوه چې د طالب چارواکو په وینا له یادو مرکزونو څخه ۵۰ سلنه یې د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله بند شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۲۱مه وویل چې په افغانستان کې د معتادینو درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي توکي چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې پر ۱۷۷زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و چې له یادو تریاکو څخه ۶۵۰ ټنه هیروین لاسته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG