د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ عالمان، سپین ږيري او کروندګرو ته مو ویلي چې کوکنار ونه کري – طالب چارواکي 


د بلخ عالمان، سپین ږيري او کروندګرو ته مو ویلي چې کوکنار ونه کري – طالب چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

بلخ کې له مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت، مخدره توکو قاچاق، او د مخدره توکو د استعمال کچه ټیټه شوې ده. 

بلخ کې له مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت، مخدره توکو قاچاق، او د مخدره توکو د استعمال کچه ټیټه شوې ده.

د بلخ له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر رمضان ‌ذاکري په وینا چې ددغه مدیریت د سروې په اساس د تېر جمهوري نظام په وخت کې په بلخ ولایت کې په ۲۰۲۰ کال کې ۲۷۰۰۰ جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو خو دی ادعا کوي چې د طالبانو د واک ته تر رسېدو وروسته په دغه ولایت کې ۱۰۰۰۰ جریبه کوکنار کرل شوي و.

رمضان ذاکري وویل: " صرف زموږ د بلخ ولایت کې کوکنار دلته ۲۷۰۰۰ جریبه، ۲۸۰۰۰ جریبه ځمکه کوکنار کرل کېدل، خو کله چې امارت اسلامي راغلی دی. له هغه راپدیخوا سږ کال چې موږ سروې او معلومات کړي دي، ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.".

قاري رمضان ذاکري وايي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله له خوا د کوکنارو په کر د بندیز وروسته به د بلخ په ولایت کې چاته د کوکنارو د کرلو اجازه ور نه کړي.

هغه وايي چې د بلخ ولایت علما، سپین ږیري او کلیو مشرانو ته یې ویلي چې له دوی سره دې په همکارۍ د مخدره توکو سره مبارزه وکړي.

هغه وویل: "کله چې روژه کې امیرالمونین کوم فرمان چې صادر کړ د کوکنارو په هکله باندې په دغه باره کې موږ دلته په بلخ ولایت د علماوو، سپین ږیرو سره جلسې کړي دي. ټول مو په دې اګاه کړي دي چې راتلونکي وخت کې ټول موږ او تاسې لاس سره یو کو. او دا کوکنار مطلق باید بند کو ".

دغه مدیریت ادعا کوي چې په تېر یو کال کې یې په زیاته کچه نشه يي توکي نیولي دي.

د بلخ د مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت په وینا چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ۹۳۲ معتادینو درملنه د بلخ ولایت د معتادینو د درملنې په روغتون کې او ۹۸۶۳ معتادینو درملنه په شخصي کمپونو کې هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG