د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا د ایران د زړورو خلکو تر څنګ ولاړه ده


د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د وینا په مهال
د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د وینا په مهال

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو په ۷۷مې عمومي غونډې کې په ایران کې د مظاهره کوونکو د ملاتړ تر څنګ دا خبره هم وکړه چظز تهران به پرېنږدي چې اتومي وسلې ترلاسه کړې.

ښاغلي بایډن نن چهارشنبه سپتمبر ۲۱ (وږې ۳۰) د ایران د هستوي پروګرام د بن بست په دپلوماتیک حل د ټېنګار ترڅنګ وویل چې نه پرېږدي دا بهیر په شا ولاړ شي.

څو ورځې مخکې د ایران «اخلاقي پولیسو» د مهسا امیني په نوم یوه ایرانۍ توقیف کړه چې په توقیف کې مړه شوه. د هغې د مړینې وروسته په ایران کې د اجباري حجاب په ضد پراخ اعتراضونه او مظاهرې پیل شوې دي.

ښاغلي بایډن په دې برخه کې د ایران د ښځو مظاهرې وستایلې او هغوی یې زړورې وبللې. نوموړي وویل چې امریکا به یې تر څنګ ولاړه وي.

بایډن زیاته کړه: «نن د ایران د زړورو خلکو او زړورو ښځو تر څنګ ولاړ یو چې همدا اوس د خپلو اساسي حقونو څخه دفاع کوي.»

ښاغلي بایډن همدغه راز وویل چې هېواد یې د امنیت شورا د پراخېدو ننګه کوي چې په خبره یې د افریقا او لاتینې امریکا په ګډون د نورو هېوادونو ښه نمایندګي وشي. هغه وویل: «متحده ایالتونو د شورا د دایمي او غیر دایمي غړو د زیاتېدو ننګه کوي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا مهال پنځه دایمي غړي لري چې د امریکا متحده ایالتونه، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه دي. دا شورا په دوره يي شکل خپل غیر دایمي غړي زیاتوي.

ښاغلي بایډن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپلې وینا کې همدغه راز په اوکراین باندې د روسیې یرغل وغنده او وې ویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په «بې شرمانه ډول» د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کړی دی.

نوموړي همدغه راز وویل چې متحده ایالتونو له چین سره د نوي سړې جکړې په لټه کې نه دی. نوموړي وویل چې له نړۍ څخه دا نه غواړي چې د امریکا او نورو شریکانو ترمنځ دې یو خوښ کړي، خو دا خبره یې وکړه چې متحده ایالتونه به د «ازادې، با امنې او پرمختللې» نړۍ د لیدلوري په ترویج کې زړه نازړه نه وي.

نوموړي همدغه راز وویل چې په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د متحدو ایالتونو اراده ماتېدونکې نه ده.

هغه همدغه راز د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې هڅې یادي کړې او یو ځل بیا يې ددې تاریخي ستونزې د حل دپاره د «دوه هېوادونه د دوو ملتونو لپاره» په طرحې ټېنګار وکړ.

XS
SM
MD
LG