د لاس رسي وړ اتصالات

د آ‌ذربایجان او ارمنستان ترمنځ تازه نښتو کې مرګژوبله رامنځ ته شوې


د ارمنستان دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې شپږمه) وویل چې له آذربایجان سره په تازه سرحدي نښته کې، درې ارمنستاني پوځيان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې هم د دواړو طرفونو ترمنځ په نښتو کې ۲۸۶ کسان وژل شوي وو. وروسته بیا دواړو لورو د متحدو ایالتونو په منځګړب اوربند وکړ.

د ارمنستان دفاع وزارت وایي چې لومړی آذربایجاني پوځيانو په سرحدي سیمه کې ډزې وکړې او د راکټونو توغول یې پیل کړل.

آذربایجاني چارواکو تر اوسه په دې اړه نظر ندی ورکړی، خو له دې مخکې دواړو لورو یو بل د ډزو په پیل تورن کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان پر یو ټویټ لیکلي چې دا د ارمنستان پر خپلواکي، واکمني او دیموکراسۍ برید وو.

ارمنستاني چارواکو ادعا کړې ده چې د آذربایجان د بریدونو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې هڅې مختل شوي دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ په ۲۰۲۲ کال کې د شپږو اوونیو په نښتو کې چې د روسیې په منځګړیتوب پای ته ورسیدې ، څه باندې ۶۵۰۰ کسان ووژل شول.

وروسته له هغه چې روسیه پر اوکراین د برید له امله منزوي شوه، متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو د عادي کیدو د بهیر مشري پر غاړه واخیسته.

ددغه اوربند له مخې، ارمنستان د ارمني بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمې چې د ۱۹۹۰ کال د جګړو پرمهال نیول شوي وې، باکو ته وسپارلې ، هغه پریکړه چې د ارمنیانو د قهر او د آذریانو د خوښۍ سبب شوه.

د آذربایجان او ارمنستان پوځیان له ۱۹۹۰ او د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کیدو وروسته د جګړو او دښمنیو سابقه لري.

ارمني بیلتون غوښتونکو د ۱۹۹۰ کال د خونړۍ جګړې پرمهال د قره باغ سیمه ونیوله چې پکې ۳۰ زره کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG