د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستاني پولیسو لسګونه نیول شوي افغان کډوال بیرته خوشې کړي


اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دی وايي، د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۵۰ تنه افغانان چې څواونۍ وړاندې د کراچۍ پولیسو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیولي و، بیرته خوشې کړي دي.

دغه سفارت د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۸ (تلې۶) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې په بند کې پاتې نور افغان کډوال به هم د اړتیا وړ قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته په راتلونکو ورځو کې خوشې او افغانستان ته واستول شي.

شاوخوا ۱۹۲ افغانان ، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل و دوه میاشتې وړاندې د چمن – سپین بولدک له لارې پاکستان ته تللي و، چې بیا په کراچۍ کې د پولیسو خوا ونیول شو او په زندان کې واچول شو.

څو ورځې وړاندې کراچۍ کې یوې محکمې ددغو افغانانو بيرته افغانستان ته د لېږلو پریکړه کړې وه، چې پرون د چهارشنبې په ورځ د محکمې د پریکړې پر اساس نږدې نیمايي یې په بسونو کې افغانستان ته د ستنولو لپاره ددغه هیواد سرحد ته ولیږدول شو او پاتې نور به هم بله اونۍ ولېږل شي.

ددغو افغانانو څو تنو یې د امریکا غږ ډیوه خبریال فضل عزیز سره په خبرو کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو له امله له افغانستان څخه پاکستان ته تللو ته اړ شوي و.

منیزه کاکړچې دغو افغان کډوالو ته یې په وړیا ډول حقوقي خدمتونه برابرکړي وايي، چې دا افغانان پاکستان ته د غېر قانوني لارې د تګ په جرم کې نيول شوي وو.

په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ یو استازي ګل الدین امریکا غږ ډیوه ته ویلي، چې دغې کونسلګرۍ د دغو افغانانو په خوشې کولو کې مرسته کړې ده.

د پښتون ژغورنۍ د غورځنګ مشر ( PTM) منظور پشتین د منیزه کاکړ څخه دغو افغانانو په خوشې کیدو او هغوی ته د وړیا حقوقي خدمتونو د برابرولو له امله مننه کړې ده. ښاغلي پشتین د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې افغانان په سختو حالاتو کې راګیر دي او ګاونډي هیوادونه دې د هغوی د زورولو څخه ډډه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان حکومت دغه هیواد ته تللي افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په جرم نیسي او بیرته یې افغانستان ته ستنوي. د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای په میاشت کې هم د پاکستان د بلوچستان ایالت د ژوب په سیمه کې پاکستاني پولیسو د واده د ناوې په ګډون ۲۴۱ تنه په ورته جرم نیولي و او بیا یې افغانستان ته شړلي و.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د راپور په اساس اوس مهال په پاکستان کې یو اعشاریه درې میلیونه افغان مهاجرین اوسیږي، چې ددغه شمیر سربیره شاوخوا یو میلیون نور د اوسیدانې د قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسیږي.

د ملګروملتونو دا اداره وايي، چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اکست د ۱۵ مې وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته له دوه سوو پنځوس زرو څخه زیات افغانان ورغلي دي. پاکستان او ایران هغه دوه هیوادونه دي چې د شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربتوب کوي.

XS
SM
MD
LG