د لاس رسي وړ اتصالات

اڅکزی: طالبان دې زورواکي ودروي او ولس سره دې په خبره ځان پوه کړي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د جمعې په ورځ اکتوبر اومه (تلې ۱۵) پر طالبانو غږ وکړ چې نور باید زورواکي ودروي او د افغان ولس سره ځان په خبره پوه کړي.

هغه وویل: "طالبانو ته وايم، هرڅه چي کوئ، ویې کړئ خو په افغانستان کي به پادشاهي څوک په زور نه اړوي، دې ته به د پائ ټکی ایږدو، دا عمل افغانستان ته زیان رسوي، طالب به دا مهرباني کوي د افغانستان له ولسونو سره به ځان پوه کوي، د جرګې په شکل او يا هم په بل کوم شکل".

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه که پاکستان، ايران او د سيمې نور هیوادونه ترقي او خوشحالي غواړي نو د افغانستان د خپلواکۍ منل مهمه خبره ده.

د امریکاغږ ډیوه رادیو د رپوټ له مخې ښاغلي اڅکزي په کویټه کې د خپل ګوند د وژل شویو غړو په ياد جوړې شوې غونډې ته وینا کې وویل: "پاکستان ته وايم، که ته ځانته وايې چي مسلمان يم، که غواړې چي پرمختګ وکړې او ازاد پاتې شې نو ددې لپاره ضروري ده چي ته به د افغانستان آزادي منې، د افغانستان استقلال به منې، بېرغ به يې منې"

د محمود خان اڅکزي په خبره په سيمه کې روان حالت د بدو ورځو څرک ورکوي، که پاکستان، ايران او د سيمې نور ملکونه ترقي او خوشحالي غواړي د افغانستان استقلال به مني.

محمود خان د سيمې د سياست او امنيت په اړه په خپله وينا کې وويل که د منځنۍ اسيا هیوادونه غواړي پیاوړي شي او توکي یې تر نورې نړۍ ورسېږي نو افغانستان يې تر ټولو لنډه او غوره لاره ده.

هغه وويل چې پر کابل واکمن طالبان دې له ګاونډیو هیوادونو د نه لاس وهنې ضمانت واخلي او هم دې د هغوی په هیوادونو کې د مداخلې نه کولو ضمانت ورکړي۔

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو تل په خپلو څرګندونو کې ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي‌ چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

ددغه سیاستوال په وینا:" د ايران او منځنۍ اسيا هیوادونه که خپل تيل،ګاز،بریښنا خرڅول غواړي، او که یې پاکستان ترقي لپاره اخستل غواړي، دا ټول ګاونډيان به د افغانستان خپلواکي ته احترام کوي او تالب به مهرباني کوي ټولو همسايه ګانو سره، که ترکمنستان دی که تاجکستان دی او که نور، دا به ورته وايي چې نه ستاسو په هیواد کي مداخله کوم نه به زما په هیواد کي مداخله کوې، نه به زما دښمن ساتې، نه به ستا دښمن ساتم"

دا په داسې حال کې ده چې څېړونکي له یوې اوږدې مودې راهسې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو خصوصاً پاکستان او ایران تور لګوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي خو یادو هیوادونو دغه تورونه رد کړي او څرګنده کړې یې ده چې افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب اړیکي غواړي.

طالبان د تیر کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي خو تر اوسه د پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت ندي پيژندلي.

XS
SM
MD
LG