د لاس رسي وړ اتصالات

سپین ږیری معتاد چې درې لسیزې یې نشه يي توکي کارولي 


سپین ږیری معتاد چې درې لسیزې یې نشه يي توکي کارولي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

په نشه يي توکو یو روږدی چې وايي، له ۳۰ کلونو زیات یې مخدره مواد کارولي لا هم پدې ندی توانیدلی چې څنګه نشه يي توکي پریږدي او خپلې کورنۍ ته سالم ستون شي.  

په نشه يي توکو یو روږدی چې وايي، له ۳۰ کلونو زیات یې مخدره مواد کارولي لا هم پدې ندی توانیدلی چې څنګه نشه يي توکي پریږدي او خپلې کورنۍ ته سالم ستون شي.

حیات الله چې د پخواني نظام د ملي پولیسو په لیکو کې یې پخوا د هلمند په خانشین کې دنده هم ترسره کړې ده وايي، اوس په جلال اباد ښار کې د درې مورچل په نوم د مخدره موادو د کاروونکو په مشهور ځای کې اوسي او د اعتیاد ژوند له ډیرو کړاوونو سره تیروي.

هغه وايي ډیره موده یې کیږي چې نشه يې توکي کاروي او په لومړي سر کې یې تاریاک او اوس پوډر او شیشه څښي.

دی وايي، په دې پوهېږي چې د نشه يې توکو کارول يې د ځان، کورنۍ او ان د ګاونډیانو په زیان دي، خو په خبره يې اوس ترې د خلاصي لار نه ګوري.

حیات الله وویل:" اول خو مې تاریاک کارول اوس دا څلور پنځه کاله کېږي، چې پوډرو او شیشې ته مې مخه کړې ده. کورنۍ څه کوي چې هغه جامعې ته يې ضرر ده. کورنۍ خو تباه تباه ده، خو چهار اطراف همسایه ګان هم ورسره تباه دي. ډوډۍ به خپله خوري او جیګرخوني به ستا تېروي."

هغه وايي، میرمن او اولادونه يې شته خو ډېر کم وخت داسې راځي، چې لېدو ته يې ورځي او بېرته ژر ترې را وځي.

د هغه په خبره، چې نشه يان په اونیو، میاشتو او ان په کالونو له کورنۍ او ولادونو لرې د سړکونو او ناپاکه ودانیو کې تېروي، چې ځیني وخت خو مړه شوي هم وي.

وايي، زورېږي، چې له کورنۍ جلا ورځې تېروي. زیاتوي: "له ښځې جدا، له مور او پلاره جدا اوس خو ورځ ده، چې د شپې راشې او دا زمونږه ژوند وګورې."

حیات الله وايي، که چاره ومومي نو ډېر ژر يې د پرېښودلو هڅه کوي او نورو ته هم پېغام ورکوي، چې له نشه يې توکو نه ځان وساتي تر څو يې ژوند ارام او خوندي وي.

لکه د حیات الله په څېر ګن شمېر نور کسان چې د ځوانۍ پرمهال يې نشه يې توکو ته مخه کړې وه، اوس يې عمر خوړلی او سپین ږیري شوي دي، خو لا هم مخدره مواد کاروي.

XS
SM
MD
LG