د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: زموږ موقف بدل شوی ندی، بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه ده 


وروسته له هغه چې آسترالیا د اسرائیل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس له رسمیت پيژندلو طرف نظر وکړ، متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل چې د واشنګټن دریځ بدل شوی ندی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانټ پټیل وویل چې واشنګټن اوس هم بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه په رسمیت پيژني او د هغوی سفارت به په هماغه ځای کې پاتې شي.

ښاغلي پټیل زیاته کړه:" موږ خپل تصمیم نه بدلوو چې سفارت بیرته ولیږدوو، او نه هم د امریکا رسمیت پيژندل بدلوو."

دغه امریکایي چارواکي وویل، د بیت المقدس نهایي وضعیت هغه وروستی مورد دی چې د دواړو طرفونو په مستقیمو خبرو هواریدلی شي.

تر دې مخکې آسترالیا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) وویل چې هیواد یې د تیر حکومت هغه پریکړه بیرته بدله کړې ده چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د مرکز په توګه په رسمیت پيژندلی وو.

د مرکزي کیڼ اړخي کارګر ګوند حکومت همدارنګه موافقه وکړه چې تل ابیب د هغه هیواد د مرکز په توګه په رسمیت وپيژني.

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وونګ وویل، هیواد یې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د لانجې د هواري دوه اړخیزې حل لارې ته ژمن دی او "موږ به له داسې اقدام څخه ملاتړ ونکړو چې راتلونکی لید لوری کمزوری کوي."

د اسرائیلو صدراعظم یایر لپیډ د آسترالیا د موقف په دې بدلیدو ناهیلي ښودلې ده. نوموړي په یوې بیانیه کې ویلي:" بیت المقدس د اسرائیل ابدي او د نه ویش وړ پلازمینه ده او هیڅ شی به یې بدل نکړي."

د لومړي ځل لپاره د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توګه په رسمیت وپيژانده.

له هغه وروسته، د ټرمپ حکومت د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې خپل سفارت په رسمي توګه په بیت المقدس کې افتتاح کړ، هغه اقدام چې نه یوازې په فلسطین کې د پراخو لاریونونو لامل شو بلکې یو شمیر اسلامي هیوادونو هم په کلکه پرې انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG