د لاس رسي وړ اتصالات

آسترالیا د اسرائیل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس له رسمیت پيژندلو ډډه وکړه


د آسترالیا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) وویل چې هیواد یې د تیر حکومت هغه پریکړه بیرته بدله کړې ده چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د مرکز په توګه په رسمیت پيژندلی وو، هغه پريکړه چې د اسرائیلو د حیرانتیا لامل شوېده.

د مرکزي کیڼ اړخي کارګر ګوند حکومت همدارنګه موافقه وکړه چې تل ابیب د هغه هیواد د مرکز په توګه په رسمیت وپيژني.

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وونګ وویل کابینې همدانګه ټینګار کړی چې د بیت المقدس وضعیت باید د اسرائیل او فلسطین ترمنځ په سوله ایزه توګه د خبرو له لارې هوار شي.

میرمن وونګ زیاته کړه، هیواد یې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د لانجې د هواري دوه اړخیزې حل لارې ته ژمن دی او "موږ به له داسې اقدام څخه ملاتړ ونکړو چې راتلونکی لید لوری کمزوری کوي."

د اسرائیلو صدراعظم یایر لپیډ د آسترالیا د موقف په دې بدلیدو ناهیلي ښودلې ده. نوموړي په یوې بیانیه کې ویلي:" بیت المقدس د اسرائیل ابدي او د نه ویش وړ پلازمینه ده او هیڅ شی به یې بدل نکړي."

د آسترالیا د پخواني صدراعظم سکاټ موریسن په مشرۍ محافظه کار حکومت، په ۲۰۱۸ میلادي کال وروسته له هغه له پراخ کورني غبرګون سره مخ شو چې نوموړي د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه په ملاتړ د اسرائیل د مرکز په توګه د بیت المقدس له نومولو ملاتړ وکړ.

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل:"پوهیږم چې دا موضوع "د اسرائیل د پایتخت په توګه د بیت المقدس پيژندل" په آسترالیا کې د منازعې او پریشانیو لامل شوې ده او د نن حکومت یې د هواري هڅه کوي."

میرمن وونګ همدارنګه د موریسن حکومت تورن کړ چې دا پریکړه یې په سیدني کې د یو لړ مهمو ټاکنو په هدف د یهودانو له یوې ټولنې سره کړې وه. هغې وویل په رسمیت د بیت المقدس پيژندل د یوې "ناموفقه" لوبې پر اساس په یوې انتخاباتي حوزه کې د یوې څوکۍ د ترلاسه کیدو په هدف شوی وو.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د آسترالیا د حکومت دا پریکړه د نړۍ د ستر اسلامي هیواد اندونیزیا سره د تاوتریخوالو د رامنځ ته کیدو لامل شوه. د آسترالیا د پخواني حکومت دا اقدام ددې لامل شوی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د آزاد تجارت یو تړون هم لغوه شي.

اسرائیل او فلسطین دواړه د بیت المقدس د مالکیت ادعا کوي. اکثریت هیوادونو له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د خپلو سفارتونو له لیږد څخه ډډه کړېده، ځکه ویره لري چې ښايي د سولې خبرې متاثره کړي.

د لومړي ځل لپاره د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توګه په رسمیت وپيژانده.

له هغه وروسته د ټرمپ حکومت د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې خپل سفارت په رسمي توګه په بیت المقدس کې افتتاح کړ، هغه اقدام چې نه یوازې په فلسطین کې د پراخو لاریونونو لامل شو بلکې یو شمیر اسلامي هیوادونو هم په کلکه پرې انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG