د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته استول شوي افغان نظامیان ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي


افغانستان ځواکونه
افغانستان ځواکونه

د افغانستان مخکني حکومت په خپلو وروستیو ورځو کې یو شمېر افغان نظامیان هند ته د پوځي زده کړو او روزنې لپاره استولي وو چې اوس له نا معلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.

یو شمیر همدغه افغان پوځي صاحب منصبانو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي دي چې د لنډمهالو پوځي زده کړو لپاره هند ته استول شوي وو او اوس د زده کړو د بشپړېدو وروسته یې برخلیک نا څرګند دی.

دغه پوځي صاحب منصبان وايي چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو پنځه ورځې د مخه هند ته استول شوي، خو اوس نپوهیږي څه وکړي.

د همدغو صاحب منصبانو له ډلې یې یو امریکا غږ ته وویل: "زه د افغانستان د پخواني حکومت یو تن د ملي اردو بریدمل یم. مونږ ټولو خپلې زده کړې په بریالیتوب سره سر ته ورسولي. خو اوس د خورا ډېرو ستونزو سره مخ یو، نه د خوړلو او نه هم د اوسیدلو پیسې لرو او همداشان په افغانستان کې زمونږ کورنۍ په ډیر بدحالت کې ورځې او شپې تیروي هیله لرم زمونږ غږ د هندوستان او بهرنیو چارواکو ته ورسوئ چې زمونږ حالت ته توجه وکړي."

هند ته د دغو استول شویو نظامیانو دقیقه شمېره معلومه نه ده. خو د دغې ډلې یو بل صاحب منصب امریکا غږ ته وویل چې مخکني حکومت سلکونه پوځیان د لنډې مودې پوځي تمرینونو او زده کړو لپاره هند ته استول شوي وو.

هغه وویل: "د افغانستان د دولت له ړنګېدو وروسته د ملي اردو په سلګونو افسران او بریدملان بې سرنوشته پاتې شوو او د هند په پارکونو او د ښارونو په کوڅو کې ورځې شپې تیروو او په ډیر بد حالت کې یو. په افغانستان کې زمونږ کورنۍ هم بدو اقتصادي حالاتو کې دي."

دغو پوځي صاحب منصبانو ویل چې په نوي ډهلي کې یې د افغانستان سفارت ته هم مراجعه کړې خو تراوسه ورسره لازمه مرسته نه ده شوې. په هندوستان کې د افغانستان سفارت د دغو افغان پوځي صاحب منصبانو د وضعیت په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کابل له نیول کېدو وروسته د افغانستان د مخکني حکومت ټولو ملکي مامورینو او پوځي افسرانو او پرسونل ته «عمومي عفوه» اعلان کړې ده. خو تراوسه د هغو افغان صاحب منصبانود برخلیک په اړه چې بهرنیو هیوادونو ته د پوځي زده کړو لپاره تللي څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې طالبانو د افغانستان په ځینو سیمو کې د مخکني حکومت کارکوونکي وژلي او په نورو پسې ګرځي.

افغانستان تیرو حکومتونو له هند سره ستراتیژیک امنیتي تړون لاسلیک کړی و چې له مخې هغه هېواد ته هر کال یو شمېر نظامیان استول کېدل. د دې تر څنګ هند هرکال افغانستان ته د زده کړو سلګونه تحصیلي بورسونه هم ورکول.

XS
SM
MD
LG