د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سپاه پاسداران د قومندانانو په ګډون، پر ۱۴ ایراني چارواکو بندیزونه ولګول 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددغه هیواد له خزانې وزارت سره یې په یو مشترک اقدام کې د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) پر ۱۴ ایراني چارواکو او دریو بنسټونو بندیزونه ولګول.

ددغه بندیزونو په نتیجه کې، د ټولو هغو کسانو شتمنۍ او منافع چې په امریکا او یا هم د امریکایانو په کنټرول کې دي، تړل کیږي او امریکایان له تحریم شویو کسانو او بنسټونو سره له معاملاتو منع کیږي.

سربیره پر دې، ټول هغه بنسټونه چې د مالکیت حد اقل پنځوس سلنه یې د تحریم شویو کسانو او بنسټونو پورې اړه ولري، هم تړل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که غیر امریکایي اتباع هم له تحریم شویو کسانو سره خاص معاملات وکړي د تحریم له خطر سره مخ کیږي. هر بهرنی بنسټ چې په اګاهانه شکل له تحریم شویو کسانو او بنسټونو سره پولي معاملات وکړي او یا په دې برخه کې سهولیت رامنځ ته کړي هم د امریکا له بندیزونو سره به مخ شي.

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د ایران د اخلاقي پولیسو په نظارت کې د مهسا امیني له مړینې ۴۰ ورځې تیریږي او امریکا د ویر په دې ورځو کې د هغې له کورنۍ او د ایران له خلکو سره ولاړه ده.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې امریکا د ایران د خلکو ملاتړ ته ژمنه ده او غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي چې د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې په ظالمانه ډول د مظاهرو د ځپلو عاملین دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددغو ۱۴ کسانو په منځ کې اوه تنه د ایران د زندانونو د سیستم مسولین دي چې د بشري حقونو په نقض کې د ونډې له امله بندیز پرې لګیدلی دی.

ددغو کسانو په لست کې چې بندیز پرې لګیدلی د ایران د سپاه پاسداران درې قومندانان هم شاملي دي چې د اعتراض کوونکو په وړاندې په ظالمانه اقداماتو کې ونډه لري. د ایران سپاه پاسداران د مظاهره کوونکو په ځپلو او نیولو کې لاس لري.

متحدو ایالتونو همدارنګه پر راوین اکاډمۍ بندیز لګولي کوم چې د انټرنټ د تخصصي زده کړو یو مرکز دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې واشنګټن هغه ادارات په ګوته کوي چې په سانسور، نظارت او د ایران د خلکو په وړاندې په مخربو فعالیتونو کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ایران د اطلاعاتو وزارت د راوین د آکاډمۍ ملاتړ کوي او په مستقیم ډول د ایران د رژیم ضد مظاهره کوونکو د مخابراتي خدماتو په اخلال کې لاس لري.

متحدو ایالتونو همدارنګه پر یو خصوصي شرکت چې د ایران د حکومت سره په همکارۍ د ایرانیانیانو د مظاهرو په نظارت او بهرنیو ټولنیزو رسنیو ته د ایرانیانو د لاسرسي په محدودولو کې لاس لري هم بندیزونه لګول شوي دي.

همدارنګه د ایران د بوشهر زندان هم د امریکا د بشري حقونو د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی، هغه زندان چې ویل کیږي د بشري حقونو د نقض ځای دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې هیواد یې په ایران کې د عدالت دودیدو او د بشري حقونو د سرغړونو او نقض په وړاندې ژمن دی.

XS
SM
MD
LG