د لاس رسي وړ اتصالات

بلخي: د طالبانو ډله د امریکا له خوا نده جوړه شوې


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یو روسي مقام هغه ادعاوي رد کړې چې ویلي وو امریکا د طالبانو د ډلې په رامنځ ته کیدو کې ونډه درلوده.

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) پر یو ټویټ لیکلي:"د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د ملي امنیت د شورا د منشي نیکولای پتروشیف ادعاوي چې طالبانو ته یې د امریکا سره نسبت ورکړی وو، رد کړې."

د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي د پنجشنبې په ورځ نومبر دریمه (لړم ۱۲) ادعا وکړه چې امریکا خپلو جیوپولیټیکو موخو ته د رسیدو په هدف، د طالبانو ډله، داعش او د القاعده شبکه رامنځ ته کړې ده.

دغه روسیي چارواکي په داسې حال کې دغه ادعا وکړه چې متحدو ایالتونو دوه لسیزې په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې پراخ اقتصادي او انساني قربانۍ ورکړې او القاعده شبکې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ پر امریکا خونړي بریدونه ورکړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د طالبانو اسلامي تحریک د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د افغانستان د ژغورنې په هدف جوړ شوی دی.

د روسیې د تاس خبري آژانس په حواله، پتروشیف د خپلواکو مشترک المنافع هیوادونو د امنیتي مسولینو په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره په هغه هیواد کې اقتصادي کړکیچ رامنځ ته شوی چې له امله یې ګاونډیو هیوادونو ته د کډوالو څپې روانې شوي دي.

هغه په افغانستان کې موجود وضعیت ته په اشارې سره خبرداری ورکړ ښایي د ترهګرو سازمانونو غړي چې د هغه په وینا اوسمهال په ارامه په افغانستان کې شپې او ورځې تیروي، د افغان کډوالو په منځ کې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته داخل شي.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ویلي‌ وو چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو تندلارې هڅه کوي خپلواکو مشترک المنافع هیوادونو ته داخل شي.

طالبان چې د ۱۴ میاشتو راهیسې پر افغانستان واکمن شوي دي ، تل یې ادعا کړې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د نورو هیوادونو پر ضد کار واخلي. خو په دې موده چې داعش ډلې د افغانستان له خاورې څخه د مرکزي پر هیوادونو د څو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

بلخوا ښاغلي بلخي زیاته کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د استازو له حضور پرته د روسیې غونډه نیمګړې بولي.

هغه پر یو ټویټ لیکلي:"له نیکمرغه افغانستان اوس د یو خپلواک حکومت خاوند دی، مسول او قانوني دی."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي دي چې د "افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمت" غونډه کې چې د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې جوړیږي، د طالبانو د حکومت هیڅ استازی ګډون ونلري.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) په یو خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت، د افغانستان و ضعیت د ښه والي په اړه له هرې غونډې هرکلی کوي.

هغه وویل:" هره غونډه چې د افغانستان په ګټه وي، که موږ پکې ګډون وکړو که نه، ورڅخه هرکلی کوو او هغه تائیدو ځکه موږ په سیمه کې یوې عمومي همغږۍ ته اړتیا لرو."

ټاکل شوېده د مسکو په غونډه کې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG