د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د طالبانو ډله امریکا جوړه کړې


د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف ادعا کړې چې متحده ایالاتو خپل جیوپولیټیکو اهدافو ته د رسیدو په خاطر، د طالبانو ډله، داعش او د القاعده شبکه جوړې کړیدي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي داسې وخت دا ادعا کوي چې متحده ایالاتو په تیرو شلو کالونو کې په افغانستان کې د نظامي حضور له کبله او د طالبانو پر ضد جګړې کې ستر اقتصادي او انساني زیان ګاللی او د القاعده شبکې هم پر امریکا په ۲۰۰۱ کال کې تر ټولو خونړی ترهګریز برید وکړ.

پتروشیف پنجشنبه نومبر ۳ (لړم ۱۲) د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو د امنیتي مسؤلینو په غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راپدیخوا هلته اقتصادي بحران راغلی او له همدې کبله ګڼ شمیر افغان وګړي ګاونډیو او نورو هیوادونو ته کډه شوي.

د روسیې دې چارواکي په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې ښایي د نړیوالو ترهګریزو سازمانانو غړي چې د هغه په قول اوس په افغانستان کې په آرامۍ ژوند کوي، د کډوالو په جامه کې د مرکزي آسیا هیوادونو ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم ویلي و چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې او د نورو ترهګریزو سازمانانو غړي کوښښ کوي د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو ته لار پیدا کړي.

پوتین چهارشنبه اکټوبر ۲۶ (لړم ۴) د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو د جګپوړو استخباراتي او امنیتي چارواکو په غونډې کې وویل چې د داعش، القاعدې شبکې او نورو ترهګرو ډلو ګواښونه ندي کم شوي.

د ګډو ګټو خپلواک هیوادونه د پخواني شوروي اتحاد څخه د آزادو شویو هیوادونو اتحادیه ده چې تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان پکې شامل دي او درې واړه یې د افغانستان سره ګډه پوله لري.

متحده ایالاتو او طالبانو تر اوسه د روسیې د ملي امنیت د شورا د رئیس ددې څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

خو طالبان چې څه باندې ۱۴ میاشتې کیږي په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی، ادعا کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي د دې هیواد له خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

From: Ashiqullah Rahimzoy arahimzoy@VOANews.com>
Sent: Thursday, November 3, 2022 11:46 AM
To: Afghan Web Editors Afghanwebeditors@voanews.com>
Subject: Edit please

روسیه: د طالبانو ډله امریکا جوړه کړې

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف ادعا کړې چې متحده ایالاتو خپل جیوپولیټیکو اهدافو ته د رسیدو په خاطر، د طالبانو ډله، داعش او د القاعده شبکه جوړې کړیدي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي داسې وخت دا ادعا کوي چې متحده ایالاتو په تیرو شلو کالونو کې په افغانستان کې د نظامي حضور له کبله او طالبانو پر ضد جګړې کې ستر اقتصادي او انساني زیان ګاللی او د القاعده شبکې هم په امریکا په ۲۰۰۱ کال کې تر ټولو خونړی ترهګریز برید وکړ.

پتروشیف پنجشنبه نومبر ۳ (لړم۱۲) د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو د امنیتي مسؤلینو په غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راپدیخوا هلته اقتصادي بحران راغلی او له همدې کبله ګڼ شمیر افغان وګړي ګاونډیو او نورو هیوادونو ته کډه شوې.

د روسیې دې چارواکي په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې ښایي د نړیوالو ترهګریزو سازمانانو غړي چې د هغه په قول اوس په افغانستان کې په آرامۍ ژوند کوي، د کډوالو په جامه کې د مرکزي آسیا هیوادونو ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم ویلي و چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې او د نورو ترهګریزو سازمانانو غړي کوښښ کوي د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو ته لار پیدا کړي.

پوتین چهارشنبه اکټوبر ۲۶ (لړم۴) د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو د جګپوړو استخباراتي او امنیتي چارواکو په غونډې کې وویل چې د داعش، القاعدې شبکې او نورو ترهګرو ډلو ګواښونه ندي کم شوي.

د ګډو ګټو خپلواک هیوادونه د پخواني شوروي اتحاد څخه د آزادو شویو هیوادونو اتحادیه ده چې تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان پکې شامل دي او درې واړه یې د افغانستان سره ګډه پوله لري.

متحده ایالاتو او طالبانو تر اوسه د روسیې د ملي امنیت د شورا د رئیس په تازه څرګندونو څه ندي ویلي.

خو طالبان چې څه باندې ۱۴ میاشتې کیږي په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی، ادعا کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي د دې هیواد له خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG