د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان کرکټ بورډ: که حکومت اجازه راکړي، افغانستان سره لوبې کوو 


د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې
د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي وايي چې د پاکستان کرکټ‌ لوبډله به له افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړې.

خو ښاغلی سیټي وایي پدې شرط چې د پاکستان حکومت د دې لوبو اجازه ورکړي. د هغه له خوا د حکومت له لورې د اجازې ورکولو مسئله د هغو غبرګونونو لړۍ ده چې د افغان کرکټ لوبډلې سره د استرالیا د کرکټ بورډ له خوا د لوبو نه کولو د پرېکړې په اړه ښودل شوي‌دي.

ټاکل شوې وه چې پاکستان او افغانستان درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې، دا د سوپر لیګ سیالۍ وې چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره کېدې. خو نجم سیټي وايي‌ چې دواړه افغانستان او پاکستان دغه نړیوال جام ته وتلي دي او دوی غوره ګڼي چې د یوې ورځنیو لوبو په ځای اوس درې شل اوریزې لوبې وکړې.

له نوموړي څخه په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه پوښتنه وشوه او هغه ځواب ورکړ: «په اصل کې د دغو دریو [یوه ورځنیو] سیالیو علاقمند نه یو ځکه چې دواړه [افغانستان او پاکستان] نړیوال جام ته وتلي دي او ګټل او بایلل یې تاثیر نکوي.»

هغه وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ له غوښتنې وروسته به یې لوبډله له افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړي،‌ خو زیاته یې کړه چې باید د پاکستان حکومت د دې لوبو اجازه ورکړي. نجم سیټي ټېنګار وکړ چې باید سیاست او ورزش سره جلا وي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر داسې مهال دا خبرې کوي‌ چې د استرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو په تعلیم او کار باندې د بندیز په غبرګون کې له افغان لوبډلې سره خپلې درې پلان شوې لوبې لغوه کړې.

افغان کرکټ‌ بورډ دا پرېکړه یوه اړخیزه او سیاسي وبلله او افغان لوبغاړو هم وغندله.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي‌ د نجونو د تعلیم مسئله د افغانستان داخلي موضوع وبلله. د پاکستان او افغانستان ترمنځ شل اوریزې لوبې د مارچ په میاشت کې پلان شوې چې عواید به یې ۵۰-۵۰ فیصده په دواړو هېوادونو باندې وېشل کېږي.

XS
SM
MD
LG