د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د ښځو په تعلیم او کار د بندیز غبرګون کې له افغانستان سره د کرکټ لوبې لغو کړې 


استرالیا او افغانستان د ۲۰۲۲ په شل اوریز نړیوال جام کې هم لوبه وکړه چې استرالیا وګټله
استرالیا او افغانستان د ۲۰۲۲ په شل اوریز نړیوال جام کې هم لوبه وکړه چې استرالیا وګټله

د استرالیا کرکټ بورډ نن پنجشنبه جنوري ۱۲ (مرغومې۲۲) اعلان وکړ چې له افغانستان سره درې پلان شوې یوه ورځنۍ لوبې نکوي.

استرالیا وايي دا پرېکړه یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري‌ د نجونو په تعلیم او د ښځو په کار باندې د بندیزونو په غبرګون کې کړې ده. د افغانستان کرکټ بورډ دا پرېکړه غندلې او «نا عادلانه» یې بللې ده.

ټاکل شوې وه چې د مارچ په میاشت کې استرالیا له افغانستان سره په متحدو عربو اماراتو کې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي، دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ لپاره کېدې چې د کرکټ نړیوالې شورا تنظیم کړې وې.

د استرالیا کرکټ بورډ په خپل ویسبایټ کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي ‌دي: «د استرالیا کرکټ د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د نارینه او ښځو د ورزش غوړېدو ملاتړ ته ژمن دی او موږ به د افغانستان کرکټ بورډ سره د ښځو او نجونو د کرکټ د شرایطو د ښه والي په هیله تعامل روان وساتو.»

د استرالیا کرکټ بورډ وايي، په دې قضیې کې یې له دخیلو غاړو سره له مشورې وروسته دا پرېکړه کړې او د «استرالیا د حکومت څخه یې هم مننه کړې په دې پرېکړې کې یې د بورډ ملا تړلې ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا د منشور په اساس، د دغې شورا بشپړ غړي‌ هېوادونه ژمن دي‌ چې د نارینه وو او نجونو کرکټ د ودې لپاره مساویانه اقدامات وکړي. د استرالیا کرکټ بورډ وايي افغانستان یوازینی بشپړ غړی هېواد دی چې د نجونو کرکټ‌ نلري ‌او د نجونو د ۱۹ کلنو روان نړیوال جام کې هم کومه لوبډله نلري.

د استرالیا په اعلامیې کې همدغه راز د کرکټ د نړیوالې شورا د اجرايي مشر جف الاردیس له قوله لیکل شوي ‌دي چې په افغانستان کې تازه پېښې د «اندېښنې وړ دي او په دې اړه به د نړیوالې شورا په را روانې غونډې کې بحث» وشي.

استرالیا په ۲۰۲۱ کې له افغانستان سره د ټست یوه پلان شوې لوبه هم لغوه کړې وه.‌ هغه وخت طالبان تازه په افغانستان بیا واکمن شوي‌ وو او د نجونو ورزش یې بند کړی و.

د افغانستان کرکټ بورډ دریځ

د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو د استرالیا دا پرېکړه غندلې او نا «غیرعادلانه، له وخته وړاندې او اندېښمنوونکې» یې بللې ده.

د افغان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې د استرالیا دا پرېکړه « سیاسي، غیرمنطقي، له وخت وړاندې او د افغانستان له یوه ستر او کرکټ سره مینه درلودونکي ملت سره ستره جفا » ده.

کرکټ‌ بورډ وايي چې استرالیا ورسره منلې وه چې دا درې لوبې به په اماراتو کې له افغانستان سره کوي‌ او وايي چې« په دې اړه به له یاد بورډ او د کرکټ له نړیوالې شورا سره ډېر ژر خپل دریځ شریک کړي».

د افغان لوبغاړو غبرګون

د افغانستان د کرکټ‌ د شلو اوریزو لوبډلې کپتان راشد خان چې له څو کالونو راهېسې په استرالیا کې په تجارتي‌ لیګ کې لوبېږي،‌ د دې پرېکړې په اړه خواشینې ښودلې ده.

راشد خان لیکلي‌دي‌چې دا پرېکړه افغانستان کرکټ بدو حالاتو ته ګرځوي او «که له افغانستان لوبه کول د استرالیا لپاره دومره نا ارام کوونکي‌ وي، زه هم نغواړم چې په بګ بش کې په خپل موجودیت سره هلته څوک نا ارام کړم. او په دې اړه په خپلې راتلونکې جدي فکر کوم.»

د افغانستان د کرکټ ځینو لوبغاړو هم تر دې دمه په دې اړه غبرګون ښودلی دی. نوین الحق چې تازه د استرالیا د بګ بش له تجارتي سیالیو څخه راستون شوی،‌ په خپل ټویټر کې د استرالیا د کرکت بورډ دا پرېکړه «ماشومانه» بللې ده.

هغه ویلي دي، تر هغه «په بګ بش کې نه لوبېږي،‌ چې د استرالیا کرکټ بورډ دا پرېکړه بدله» کړې نه وي. نوین الحق لیکلي دي‌ چې استرالیا له افغانستان سره د مرستې په ځای،‌ له افغانانو څخه دا یوازینۍ خوشحالي‌ [کرکټ] ‌هم اخلي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي‌ هم په خپل ټویټر کې دا پرېکړه غندلې او ویلي‌ دي چې افغانان په تېرو شاوخوا ۴۲ کالونو کې جګړو ځپلي دي او باید سیاست په ورزش کې دخیل نشي.

هغه لیکلي‌ دي: «موږ د افغان لوبغاړو په توګه د استرالیا له کرکټ‌ بورډ څخه غواړو چې له افغانستان سره په متحدو عربو اماراتو کې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې.»

ځینو نورو افغان لوبغاړو او د افغانستان د کرکټ مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې د استرالیا کرکټ‌ بورډ دا پرېکړه غندلې ده او له نړیوالو یې غوښتي چې په دې بدو شرایطو کې د افغانستان لاس ونیسي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه بیا په افغانستان واکمن شول،‌ له هغه وروسته یې د نجونو متوسطه او عالي‌ لېسې وتړلې، په مخ یې د پوهنتون دروازې بندې کړې او په کار کولو او سیاسي مشارکت یې هم بندیزونه ولګول.

نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کار غندلی او ویلي‌ دي چې په دې سره به هغوی نور هم منزوي شي.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي‌ وايي د کرکټ‌ نړیوالې شورا له څه باندې یوه کال راهېسې افغانستان ته ټاکل شوې بودیجه نه ده ورکړې. د کرکټ‌ نړیوالې شورا د افغانستان لپاره یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه کړه چې هلته د کرکټ چارې او فعالیتونه وڅاري او په هماغه اساس د کرکټ‌ نړیواله شورا پرېکړه وکړي. تر دې دمه د دغې کمېټې راپور خپور شوی نه دی.

اړوند

XS
SM
MD
LG