د لاس رسي وړ اتصالات

میرویس اشرف: د کرکټ بورډونو مشرانو ډاډ راکړ چې افغان کرکټ سره هره برخه کې ولاړ دي


د افغان کرکټ بورډ مشر د آی سي سي له یو مسئول سره
د افغان کرکټ بورډ مشر د آی سي سي له یو مسئول سره

له هغه وروسته چې د استرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره خپلې پلان شوې درې لوبې لغوه کړې، د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وايي چې متحدو عربو اماراتو ته تللی او هلته یې د کرکټ د نړیوالې شورا له مشرتابه سره لیدلي دي.

ښاغلي اشرف نن دوشنبه جنوري ۱۶ (مرغومې۲۶) په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې له تېرې یوې اونۍ راهېسې په اماراتو کې دی او « د کرکټ نړیوالې شورا د مشرتابه او استازو سربېره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو د کرکټ بورډونو له مشرانو سره له نږدې لیده کاته» کړي دي.

نوموړی وايي چې د استرالیا د کرکټ د پرېکړې په اړه یې هم له دغو مقاماتو سره بحثونه او خبرې کړې دي.

هغه لیکلي دي: «دغه راز مې په یادو ناستو کې د کرکټ بورډونو له مشرانو سره د سیالیو په ترسراوي خبرې وکړې چې ډېر مثبتې پایلې یې درلودې چې ان شاءالله په دې اړه به هم تاسو ته نوي زېري ولرو.» هغه نه دي لیکلي چې دا «زیري» به څه وي.

نوموړي د کرکټ نړیوالې شورا له مشرانو سره د خپلو ملاقاتو خبر داسې مهال خپور کړی دی چې د بشري حقونو د څار ډلې یوې مسئولې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي دي چې د افغانستان غړیتوب وځنډوي. دغې مسئولې ویلي دي چې طالبانو د نجونو او ښځو په تعلیم او کار بندیز لګولی دی او باید د افغانستان کرکټ هم وځنډول شي.

خو میرویس اشرف لیکلي دي چې د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه سره تماسونه روان دي او د کرکټ بورډونو مشرانو «پوره ډاډ راکړ چې له موږ سره په هره برخه کې ولاړ دي او د افغانانو کرکټ ورته ډېر اهمیت» لري.

د مارچ په میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا غونډه ده. میرویس اشرف وايي چې دې غونډې ته یې هم د خپلو فعالیتونو او لاس ته راوړنو په اړه راپورونه برابر کړي او وړاندې به یې کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړی دی چې د افغانستان کرکټ به «همداسې ځلاند» وي.

د استرالیا کرکټ بورډ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو او ښځو په تعلیم او کار باندې د بندیز په غبرګون کې له افغانستان سره درې پلان شوې لوبې لغوه کوي. دا لوبې د مارچ په میاشت کې کېدې. خو افغان کرکټ بورډ د استرالیا دا پرېکړه «یوه اړخیز او سیاسي وبلله» او افغان لوبغاړو هم دا پرېکړه وغندله او ټېنګار یې وکړ چې باید سیاست او ورزش سره جلا وي.

تراوسه د کرکټ نړیوالې شورا د ښاغلي اشرف د دغه ملاقات په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG