د لاس رسي وړ اتصالات

هارویسټ؛ د اسیایانو په ژوند جوړ شوی امریکايي‌ فلم نندارې ته وړاندې


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

هر شي، هر ځاي کې او ټول پر یوه وخت، په نوم فلم په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا په فلمي نړۍ کې د اسیا استازیتوب وکړ. اوس یوې مونګ توکمې کمبودیايي الاصله امریکايي فلم جوړوونکې په امریکا کې د اسیایانو د ژوند په اړه یو نوی فلم جوړ کړی.

مونګ د ختیځې او جنوب ختېځې اسیا یوه بومي قبیله ده. د دې قبېلې یو لوی شمېر خلک د ویتنام له جګړې وروسته په امریکا کې مېشت شول. د دې توکم یوه فلم جوړوونکې، کېلي سو به د روان کال د سانټا باربرا په نړیوال فلمي فیستوال کې خپل یو نوی فلم نندارې ته وړاندې کړي.

د دې فلم جوړوونکې ،کېلي سو وايي چې فلم داسې جوړ شوی، چې خلکو ته پکې ځان ښکاري. هغه زیاتوي چې د هر کلتور خلکو ته په فلم کې د خپلې کورنۍ انځور ښکاري.

یاد فلم د تای په نوم د یو مونګ توکمه وتلي امریکايي لیکوال، چې د کلیفورنیا په جنوب کې د خپل پلار درملنې ته یې ملاتړلې، په اړه دی. پدې فلم کې مونګ توکمه امریکايي ستوری دووا مووا ، چې د فلم لیکوال هم دی، د تای رول لوبولی دی.

دی وايي چې د هارویسټ په نوم دا فلم د یو داسې چا، چې له نسلونو نسلونو راپدېخوا په امریکا کې د کډوالو، بېا د پناه غوښتونکو او وروسته د امریکايي اتباعو په توګه ژوند کوي، او ښيي چې امریکا د دوي لپاره څه معنی لري، په اړه دی.

د ۳۵ کلن مووا خپل ژوند له لوړو ژورو ډک دی. هغه په تايلنډ کې د کډوالو په یو پنډغالي کې زېږېدلی دی. وروسته یې کورنۍ په ۱۹۷۰ یمه لسیزه کې له لاووس څخه امریکا ته راغلې.

مووا زیاتوي،چې هارویسټ فلم د مونګ توکم او د اسیا کیسه ده. هغه زیاتوي چې له یوولسو کلونو راپدېخوا پر فلم کار روان وو. نوموړی وايي غواړي د فلم له لارې د ختیځې اسیا روایت پېاوړی، او د جنوب ختیځې اسیا روایت هم د خبرو اترو برخه شي.

مووا پدې اند دی چې امریکايي فلم جوړونکې کېلي سو، چې هغه پخپله هم د جنوب ختیځې اسیا ده، او کورنۍ یې له هماغه ځایه امریکا ته راغلې د هاروېسټ فلمي ډرامې ته یو لید ورکوي.

کېلي سو وايی، چې د ډایرکټرې په توګه یې دنده دا ده چې د فلم کیسه او لید پداسې ډول بیان کړي، چې درناوی یې وشي. را روانه میاشت به فلم د امریکا د کلیفورنیا ایالت سانټا برابرا کې نندارې ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG