زده کړه د هرې افغان نجونې بنیادي حق دی - نغمه
مشهوره افغانه سندرغاړې، ښاپيرۍ نغمه وایي افغان نجونې باید د تعلیم حق ولري چې د هر انسان یو بنسټیز حق دی. میرمن نغمه زیاتوي چې د خپل هنر او اواز له لارې هڅه کوي دغه پیغام خپور کړي. د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکې کې هغې د خپلو تازه فعالیتونو تر څنګ د هیواد پر اوسنیو ستونزو او ناخوالو خبرې کړي