د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالو 'اضطراري حالاتو کې تعلیم' له پروګرام سره د ۸۲۶ میلیون ډالرو مرستو ژمنه وکړه


طالبانو په نجونو باندې متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه بند کړي
طالبانو په نجونو باندې متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه بند کړي

یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو په «اضطراري او اوږد مهالو شرایطو کې تعلیم» له صندوق سره د ۸۲۶ میلیون ډالرو د مرستو ژمنه وکړه چې په راروانو څلورو کلونو کې یې په نړۍ کې د تعلیم په چارو ولګوي.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې دا صندوق د «تعلیم انتظار نشي کولای» تر نامه لاندې پروګرامونه لري او د مرستو دا ژمنه نن پنجشنبه فبروري ۱۶ (سلواغه۲۷) په کنفرانس کې ورسره وشوه.

د تعلیم دغه اداره اټکل کوي چې جنګ جګړو او د اقلیم بدلون سره تړلیو پېښو کې په نړۍ کې د ۲۲۲ میلیون ماشومانو زده کړې ګډوډې کړي دي. په دوی کې د دغې ادارې په وینا ۸۰ میلیون داسې ماشومان هم شته چې په ښوونځيو کې یې لا قدم نه دی اېښی.

فرانس پرس راپور ورکړی دی چې «تعلیم انتظار نشي کولای» ادارې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا څه باندې یو میلیارد ډالر مرسته ټوله کړې.

مقامات وايي‌ دا مرستې د ښوونځیو په جوړولو، زده کوونکو د تعلیمي موادو په اخیستلو، خوړو برابرولو او همدغه راز له رواني لحاظ د هغوی د ذهني ارامتیا په چارو کې لګول کېږي.

د دغې ادارې چارواکي د دغو مرستو په واسطه‌ په شاوخوا ۳۲ هېوادونو کې له اوو میلیون ماشومانو سره مرسته کوي.

د «تعلیم انتظار نشي کولای» اداره وايي دوی اړ دي‌ چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۶ کالونو کې د خپلو پروګرامونو د روان ساتلو لپاره ۱.۵ میلیارد ډالرو ته ضرورت لري،‌ وايي‌ هدف یې دا دی چې له تعلیم څخه محروم ۲۰ میلیون نورو ماشومانو ته هم ځانونه او مرستې ورسوي.

په کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د تعلیم ځانګړي استازي او د«تعلیم انتظار نشي کولای» مشر ګورډن براون وویل چې په سمندرونو کې د کډوالو د کښتیو په چپه کېدو او همدغه راز په محاصره شویو سیمو کې کډوالو ته د غذايي‌ موادو په نه رسېدو سره «هیلې او امیدونه» مړه کېږي او « هغه وخت هم هیلې مري چې یو زلمی د اینده لپاره پلان نشي نیولی او یا د اینده لپاره ځان نشي چمتو کولای، ځکه چې ښوونځیو ته د تګ فرصت نلري.»

دغې ادارې سره داسې مهال دا مرسته کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا راتګ ورسته افغان نجونو د متوسطه او عالي‌ لیسو څخه بندې شوې او همدغه راز د پوهنتون دروازې یې پرې تړل شوي‌ او میلیونونه افغان ماشومان له تعلیم او زده کړو څخه محروم دي.

XS
SM
MD
LG