د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین وايي 'دویم شیطان میزایل' یې سږکال استعمال ته اماده کېږي  


د روسیې جممهور رئیس
د روسیې جممهور رئیس

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن چهارشنبه فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل چې په روان کال کې به د «سارمات» په نامه بین القاره یي بالستیک میزایل یې کاروونې ته وسپارل شي.

ناټو دا میزایل «دویم شیطان» ګڼي.

سي ان ان تلویزیون د دوو امریکایي مقاماتو له خولې راپور ورکړی چې همدا اونۍ د دغه میزایل ازمایل ناکام شول. خو د کرملین ویاند دیمتري پسکوف دا خبر رد کړ.

پوتین ویلي دي چې «دویم شیطان میزایل» د څو اتومي کوپړیو د انتقال وړتیا لري او نه «ماتېدونکی» دی.

د روسیې ولسمشر په یو ویدیويي بیان کې،‌ چې کرملین خپور کړی دی، ویلي دي: «په روان کال کې به د سارمات میزایل د توغولو دستګاه جنګي کاروونې ته وسپارل شي.»

پوتین داسې مهال دا خبره کوي چې سبا جمعه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.

پوتین وویل چې دا لوی میزایل د ځمکې په هره برخه کې هدف وېشتلای شي او په خبره یې د روسیې دښمنان به اړ باسي چې تر «هر قدم پورته کولو مخکې، دوه ځلې فکر» وکړي.

راپورونه وايي چې دا میزایل ۳۴ میتره اوږد دی،۲۱۱ ټنه وزن لري او په یو وخت کې د ۱۰ اتومي کوپړیو د وړلو توان هم لري.

د راپورونه په اساس د «شیطان۲ میزایل» په یو ساعت کې ۲۵ کیلو میتر واټن وهي، له ځمکې څخه فضا ته توغول کېږي او ځمکې ته له کوزېدو سره سم ترې اتومي کوپړۍ جلا کېږي او په عین وخت کې خپل مختلف اهداف په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG