د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمیر معتادین چې له روغتونونو رخصت شوي، د رواني بیمارۍ سره مخ دي – کابل میشتی روږدي

یو شمیر معتادین چې له روغتونونو رخصت شوي، د رواني بیمارۍ سره مخ دي – کابل میشتی روږدي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

په نشه يي توکو یو معتاد چې پدې وروستیو کې د طالبانو له لوري د درملنې یو مرکز ته بیول شوی وو شکایت کوي او ادعاء لري، چې د معتادینو د درملنې روغتونونه سم لکه زندانونه غوندې دي، هلته له روږدو سره بلد چلند کیږي او یو زیات شمیر معتادین چې له روغتونونو رخصت شوي اوس ورته رواني ناروغۍ پیدا شوي دي. 

دا معتاد پداسې حال کې د درملنې په مرکزونو کې د ناسم چلند په اړه شکایت لري، چې د طالبانو حکومت تازه ویلي، تر دوه اتیا زره معتادین یې د افغانستان په کچه راټول کړي او د درملنې مرکزونو ته یې لیږلي دي.

د سرور خان په مستعار نوم دا معتاد وايي، چې د ده د ادعاء د ثبوت لپاره دې له هغو معتادینو سره خبرې وشي، چې له روغتونونو رخصت شوي او رواني ناروغیو نه اوس رنځیږي.

دی وايي، په روغتونونو کې د معتادینو سلب اعتماد په ډیره اسانه کیږي.

هغه وویل: ”کله چې یو معتاد سره د ګوګړو یو خولکی ګیر کړي، نو بس وهل دي. ډبول دي. په روانشناسۍ کې سلب اعتماد څومره شدیده ضربه ده. هغه محیط چې دوی جوړ کړی سوټی دی. ګارډ دی. وهل دي. سیمې خاردار دی“.

دغه معتاد وايي، چې پخوا به په روغتونونو کې ګلونه وو خو اوس د هغه په ويناء د ګلونو په ځای ګاردان له سوټیو سره ولاړ وي.

سرور خان په لومړي ځل په ایران کې په مخدره موادو روږدی شوی دی او پنځلس کاله کیږي، نشه يي توکي کاروي.

سرور خان داسې مهال د طالبانو تر ولکې لاندې په روغتونونو کې د معتادینونو له درملنې شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت وايي، د دوی له راتګ سره د معتادینو را غونډول او درملنه چټکه شوې ده او یوازې له کابل نه یې شپږ زره معتادینو پدې وروستیو کې را غونډ کړي دي.

XS
SM
MD
LG