د لاس رسي وړ اتصالات

هیرامنډيي؛ په نوي هندي سریال کې د تن پلورنې د بازار داستان


 
 

هیرامنډيي هغه سیمه ده چې د جنوبي اسیا اکثریت اوسیدونکي یې له نوم سره اشنا بلل کېږي او په خپلو ورځنیو مباحثو کې یې د سپکاوي او کنځلو په توګه کاروي. خو دا چې په هیرامنډيي کې څه تیریدل او بد لمنو ښځو هلته څه ډول ژوند درلود، په یو نوې هندي سریال کې راغونډ شوي دي.

وتلې هندۍ فلم جوړونکې سنجې لیلا بهنسالي د هیرامنډيي په نامه لومړۍ سریال جوړ کړی چې پکې د بدلمنو او نڅاګرو میرمنو کیسې نندارې ته وړاندې کیږي.

دا سریال به د نیټفلکس شرکت له خوا خپور شي خو تر اوسه یې د خپریدو دقیق تاریخ معلوم ندی. د هندي رسنیو د راپور له مخې، هیرامنډیي چې یو وخت شاهي او د نڅا او اواز بازار و او وروسته د تن پلورنې په بدنام بازار بدل شو، په لاهور ښار کې لعل جومات ته نږدې موقعیت لري.

په دې سریال کې په ۱۹۴۰ لسیزه کې د نڅا پر کوټو او د تن پلورنې پر هغو ځایونو تمرکز شوی کله چې لاهور د هند یوه برخه وه او پاکستان لا رامنځ ته شوی نه و.

په دې سریال کې د سوناکشي سنها، ادیټي راو حیدري، منیشا کویرالا په شان وتلو هنرمندانو نقش لوبولی دی. بهنسالي چې د پدماوت، باجیراومستاني او همدل دېچکې صنم په شان فلمونو له امله مشهوره ده، تیره میاشت په ممبایي ښار کې ددې سریال پرانیسته وکړه.

د هیرامنډيي سریال د لاهور په هیرامنډيي کې د تن پلورونکو په دریو نسلونو متمرکز دی. په سریال کې په هیرامنډيي کې د تن پلورونکو میرمنو د مینې، خیانت، بریا او سیاست داستان په تصویر راکاږل شوی دی.

په دې سریال کې به د ازادۍ لپاره د بدلمنو میرمنو هڅې او د پاکستان د رامنځ ته کیدو څرنګوالی هم نندارې ته وړاندې شي.

بهنسالي وایي کوم درد او رنځ چې پر دغو میرمنو تیر شوی هم په سریال کې ځای شوی او دا چې یادې میرمنې څنګه د بوختې ورځې پرمهال عادي ژوند کوي او د هوا په تیاره کیدو سره ځان تیاروي څو له خپلو مشتریانو ښه پالنه وکړي هم د تصویر په بڼه راکاږل شوي دي.

له دې مخکې هم په هند کې د نڅاو او تن پلورنې د ځایونو په اړه فلمونه جوړ شوي دي چې پکې اکثریت میرمنې د ظلم قربانیانې دي او یا هم تن پلورونې ته هڅول شوي دي چې په نهایت کې یې دا کار د خپل ژوند د یوې برخې په توګه منلی دی.

XS
SM
MD
LG