د لاس رسي وړ اتصالات

د بالیووډ وتلی ستوری دلیپ کمار د ۹۸ کالو په عمر مړ شو


د بالیووډ سینما نومیالي ستوري او د تراژیدي فلمونو پاچا دلیپ کمار د ۹۸ کالو په عمر د ممبۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه.

دلیپ کمار ته د تراژیدۍ د پاچا لقب د زیات شمیر جدي هنري رولونو په وجه ورکړل شوی. په زیات شمیر فلمونو کې هغه د یو ناهیلې او مست مین رول لوبولی. هغه همداشان د بالیووډ په سینما کې د رول ادا کولو ځانګړې تګلاره درلودله چې د یو کرکټر احساسات یې په سمه بڼه تمثیلول.

ښاغلی کمار تیره میاشت دوه ځلې د ساه لنډي یا تنفوسي ستونزو په وجه په روغتون کې بستر شو او د هغه کورنۍ نن د جهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) په یو ټویټري پیغام کې «په پوره خواشینۍ او ژور خفګان» د هغه د مړینې خبر ورکړ.

دلیپ کمار د ۱۹۲۲ کال په ډسمبر کې د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې زېږېدلی دی.

د ښاغلي کمار د مړینې خبر د هغه په رسمي ټویټر پاڼې کې هم خپور شوی دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د ښاغلي کمار په مړینه خفګان ښودلی او د هغه مینه والو، ملګرو او کورنۍ ته یې خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه هندي سیاستوال په یو ټویټ کې ویلي دي "دلیپ کمار به تل د سینمايي ستورو په کتار کې یادیږي. د هغه مړینه موږ ته یوه فرهنګي ضایعه ده."

د هند د بالیووډ سینما بل وتلي ستوري امیتابچن په خپل ټویټز لیکلي: «یو بنسټ له منځه ولاړ» او زیاته کړې یې ده «هر کله چې د هند د سینما تاریخ لیکل کیږي، هغه به تل د دلیپ کمار دمخه او د دلیپ کمار وروسته وي...»

دلیپ کمار د محمد یوسف خان په نوم د ۱۹۲۲ کال د دسمبر په ۱۱ د پیښور په قصه خوانۍ کې په یوه مسلمانه کورنۍ کې وزیږید. هغه د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې پاکستان ته د خپل پلرني کور د لیدلو لپاره تللی و.

هغه په ۱۹۴۴ کال کې په بالیووډ سینما کې د کار پیل کولو په وخت خپل نوم بدل کړ.

دلیپ کمار په ۱۹۶۶ کې د سایرا بانو سره چې له هغه څخه ۲۲ کاله کوچنۍ وه واده وکړ. هغوی اولاد نه درلود.

ښاغلی کمار د هند د پارلمان د سنا مجلس غړی و او شپږکاله یې دغه دنده تر سره کړه.

  • فلمونه

ښاغلی کمار په ۱۹۴۴ کې خپل هنري سفر پیل کړی دی. جوار بهټه لومړنی فلم دی چې دلیپ پکې لوبېدلی دی.

سربېره پر دې مغل اعظم، کرما، نیا دور، رام شیام، سوداګر، ګنګنا جمنا، ګوپي، دیوداس او داسې نور د هغه تر ټولو مشهور فلمونه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG