د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي


د استرالیا حکومت د یاد هیواد له لویو بانکونو او بنسټونو څخه غوښتي دي چې له سایبري بریدونو سره د مقابلې د لارو چارو په موندلو کې ونډه واخلي او د یادو بریدونو په وړاندې خپله وړتیا وازمایي.

د استرالیا حکومت دا اقدام د یاد هیواد د څو لویو شرکتونو د پراخو معلوماتو له غلا کیدو وروسته وکړ او اوسمهال د یاد هیواد پر روغتونونو، بانکي سیستم او د بریښنا پر شبکې د احتمالي سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره چمتو کیږي.

د یاد هیواد د کورنیو چارو وزیر کلر وانییل د سه شنبې په ورخ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) وویل وروستیو سایبري بریدونو کې د یاد هیواد د مخابراتو او صحي بیمې په شان برخې په نښه کړي او په میلیونونو کسانو ته زیان رسولی دی.

نوموړي خبرداری ورکړ چې سایبري بریدونه د هکرانو د بریدونو یوه وړه برخه ده چې تر اوسه لیدل شوې ده.

د استرالیا حکومت د سایبري بریدونو د مخنیوي په هدف له لویو موسساتو سره یو لړ لوی تمرینونه پیل کړي دي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې د هکرانو په وړاندې مقابله وکړي کوم چې هڅه کوي معلومات غلا کړي.

د استرالیا د بانکدارۍ د ټولنې اجرایوي مدیرې انا بلیه چې یو صنعتي بنسټ دي، د سه شنبې په ورځ د یاد هیواد رسنیو ته وویل چې د سایبري امنیت تمرینونه چې حکومت تنظیم کړي، له سایبري بریدونو سره د مقابلې په وړاندې د یاد بنسټ وړتیا لوړوي.

بلخوا د استرالیا د مالي خدماتو یو لوی شرکت د سه شنبې په ورځ افشا کړه، هغو جنایت کارانو چې تیره میاشت د یاد شرکت د مشتریانو حساس معلومات غلا کړي وو، د پیسو غوښتنه کړې ده.

پر لتتیود فایننشل شرکت سایبري برید ددې لامل شو چې د ۱۴ میلیونو مشتریانو معلومات غلا شي چې مالي اسناد او د موټر چلوونې د جواز او پاسپورتونو نمبرونه پکې شامل وو.

د استرالیا حکومت اوسمهال د نویو نورمونو او ژمنو درلودنکي د سایبري امنیت د یو نوي قانون د څیړنې په حال کې دی څو د یاد هیواد په ټولو دولتي ادارو کې د معلوماتو د ساتلو په هدف پلی شي.

خو له دې سره سره چارواکو خبرداری ورکړی چې سایبري جنایتکاران مسلکي شوي او قدرت او موثریت یې د زیاتیدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG