د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: د سودان په شخړو کې څه دپاسه ۴۰۰ کسان وژل شوي 


سودان - خرطوم
سودان - خرطوم

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ اپریل ۲۱ (غوایي اول) وویل چې په سودان کې د تېرو څو ورځو د تاوتریخوالي په پایله کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې مارګاریټ هاریس په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «تر اوسه پورې ۴۱۳ تنه وژل شوي او ۳۵۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي چې په وژل شویو کې نهه ماشومان هم شامل دي. د یونیسف په وینا په دغو نښتو کې تر ۵۰ ډېر نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.

مېرمن هاریس د سودان د روغتیا وزارت د شمېرو په حواله ویلي چې په سودان کې د جګړې له پیلېدو وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه کې د ۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت بند شوی او ۱۲ نور روغتیايي مرکزونه هم د خدماتو د بندولو له ګواښ سره مخ دي.

هغې زياته کړه، چې د روغتيايي مرکزونو په تړلو سره به نه يوازې د جګړې پر مهال ټپيان شوي کسان، بلکې هغه ناروغان هم اغېزمن شي، چې د جګړې له پيل مخکې روغتونونو ته لېږدول شوي وو.

د سودان د پوځي مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون ډلې د مشر محمد حمدان داغلو تر منځ ددې هېواد په پوځ کې د چټک غبرګون د ځواکونو د ادغام د پلان پر سر د څو میاشتو اختلافاتو وروسته د تېرې شنبې په ورځ جګړه ونښته

په همدې حال کې د یونیسف ویاند جیمز ایلډر هم ویلي دي چې په سودان کې جګړې د ماشومانو لپاره "ویجاړونکي تلفات" اړولي دي. هغه ټینګار وکړ: "تر هغه چې جګړه دوام ولري، ماشومان به یې قیمت ادا کوي."

ایلډر زیاته کړه چې په سوډان کې ماشومان په نړۍ کې د خوارځواکۍ اړوند د مړینې ترټولو لوړه کچه درلودلې او اوس په هغه هیواد کې جګړه د ۵۰زره ماشومانو لپاره په سخته خوارځواکۍ اخته دي، د ژوند ژغورونکو مرستو د قطع کیدو سبب شوې ده.

دغه شخړې د دې سبب شوې چې کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې پاتې شي او برېښنا ته لاس رسی نه لري او یا هم لږ لاس رسی لري او ګڼې وېریدلې کورنۍ د خوراکي توکو، اوبو او غذایي موادو له کمښت سره مخ دي.

ایلډر خبرداری ورکړی چې جګړې د بریښنا د بندیدو له امله په سړه خونه کې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د واکسینونو او انسولین زیرمې له خطر سره مخ کړې دي.

د یونیسف دغه چارواکي د سودان په جګړه کې له ښکیلو ډلو وغوښتل چې سمدستي اوربند وکړي او د ماشومانو د ساتنې او هغوی ته د زیان نه رسیدو په برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي.

XS
SM
MD
LG