د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې څلورم هیواد دی


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، چې افغانستان د نړۍ په هغو څلورو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله مخ په زیاتیدونکي ډول د بشري او طبیعي ناورینونو سره مخ دی.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر د یکشنبې د ورځې ناوخته مۍ اووم (ثور۱۷) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د اقلیم بدلون به پر دغه هیواد کې د نورو ستونزو او ننګونو ترڅنګ پر خلکو د نور فشار سبب هم شي.

ارپايي ټولنې لیکلي: "د اقلیم بدلون پرمونږ ټولو اغیز کوي، خو افغانستان ددغه بدلون ترنورو ډیر زیانمنوونکو هیوادونو کې شامل دی او د ۱۸۱ هیوادونو په نوملړ کې یې ۱۷۶ ځای نیولی دی. ډیر پرله پسې ناورینونه لکه وچکالي او سیلابونه به د افغانانو ژوند لا د ګواښونو سره مخ کړي. "

اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې کابل کې په یوه غونډه کې د اقلیم د بدلون د کارپوهانو سره پر افغانستان ددغې پدیدې د اغیزو او ورته د حل لارو د لټولو په اړه بحثونه کړي دي.

د اروپايي ټولنې له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دې غونډې ګډونوالو افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د اوږدو لسیزو جګړو او د وروستیو کلنو پرله پسې وچکالۍ ته په اشارې ویلي، چې د پرله پسې وچکالۍ دوام دا ښيي، چې د اقلیم بدلون له وړاندې د افغانانو په ژوند ناسمې اغیزې کړي دي.

همداشان افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي، چې راتلوونکي ته په پاملرنې د اقلیم د بدلون پایلې به احتمالا په افغانستان کې د اوږدو لسیزو د جګړو د ورانیو پرتله لا افغانانو ته ډیر زیان ورسوي. اروپايي ټولنې ویلي، چې دا ټولنه د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو او د مقابلې میکانیزمونو په موندلو کې له خلکو څخه ملاتړ کوي.

د ملګرملتونو د راپور له مخې د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي. وچکالۍ له امله ددغه هیواد په جنوب لودیځو او جنوبي سیمو د ځمکې لاندې د اوبو زیرمنې کمې شوي او د کابل په ګډون په ټول هیواد کې د ځمکې لاندې اوبو زیرمې د ځمکې ډیرو ژورو برخو ته رسیدلي دي.

د چاپیریال د ساتنې کارپوهان په افغانستان کې د سختو سیلابونو راوتل او په سیلابونو کې خلکو ته د سر او مال د زیان رسیدل هم د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله ګڼي او وايي، چې په دغه هیواد کې د اوږدې وچکالۍ له امله د چاپیریال ساتنې مسایلو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې.

د همدې روانې اونۍ په سر کې د ننګرهار په ولایت کې د طبیعي پيښو سره د مبارزې ریاست د شنبې په ورځ مۍ شپږم (ثور۱۶) ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد د ښار د ځینو برخو په ګډون په ځینو ولسوالیو کې سیلابونو د راوتلو له امله څلور تنه مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې هر کال له دوو سوو زرو څخه زیاتو کسانو ته په طبیعي پیښو کې زیان رسیږي.

XS
SM
MD
LG