د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د پاکستان پخواني ولسمشر ته: زه د چا مامور نه یم  


وروسته له هغه چې د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په یوه مرکه کې د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد «لابي کوونکی او شخصي مامور» وباله، خلیلزاد په ځواب کې زرداري ته د « ښاغلي۱۰ فیصده» خطاب کړی او ویلي یې دي چې د هیچا مامور (اجنټ) نه دی او د هیڅ هیواد لپاره لابي نه کوي.

خلیلزاد د "ښاغلي ۱۰ فیصده" اصطلاح په کارولو سره د اصف علي زرداري په وړاندې د فساد تورونو ته طنزیه اشاره ده چې ویل کیږي په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د دولتي قراردادونو ۱۰ فیصده پیسې د کمیشن او مزد په توګه خپل ځانته ځانګړي کولې.

زرداري د اپریل په ۱۴مه د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون د کیپیټل ټاک پروګرام سره په مرکه کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند څخه د خلیلزاد د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "هغه [خلیلزاد] یو لابي کوونکی او شخصي مامور دی. د سي آی اې مامور دی."

زرداري په دې مرکه کې ویلي چې عمران خان اراده درلوده چې تر ۲۰۳۵ کال پورې په پاکستان کې واکمن پاتې شي او د خپلې خوښې کس د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توګه وګماري.

د دې مرکې له خپرېدو یوه ورځ وروسته زلمي خلیلزاد د ټویټر په یو پیغام کې اصف علي زرداري "۱۰ فیصده ښاغلی" بللی او ویلي یې دي چې هغه د هیچا اشخصي مامور نه دی.

دمخه هم د پاکستان په اړه د زلمي خلیلزاد ځینې څرګندونې د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون د پاکستاني چارواکو د غبرګون سبب شوې وې.

خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي: "ما په پاکستان کې د درې اړخیز کړکېچ په اړه چې له بده مرغه د شدت په حال کې دی، خپله صادقانه اندېښنه شریکه کړې او په دې اړه مې خپل نظر څرګند کړی چې باید څه وشي."

خلیلزاد همداشان زرداري ته ویلي دي چې د خپل هیواد ګټو او د بینظیر بوټو میراث ته لومړیتوب ورکړي او د هغه په وینا د داسې بحران مخه ونیسي چې د پاکستان په ۲۲۰ میلیون نفوس ناوړه اغیزم کوي.

ښاغلي خلیلزاد په پاکستان کې د وخت نه مخکې د عمومي انتخاباتو د ترسره کولو وړاندیز کړی و، دا وړاندیز د پاکستان د لیرې شوي صدراعظم عمران خان له کمپاین سره همغږي دی.

XS
SM
MD
LG