د لاس رسي وړ اتصالات

د حکومت له اړخه مرسته نشته او ولس بې وسه دی – د ننګرهار کروندګر 


د حکومت له اړخه مرسته نشته او ولس بې وسه دی – د ننګرهار کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

په ننګرهار کې د سبزیجاتو یو شمیر کروندګر شکایت کوي چې د طالبانو حکومت ورسره هیڅ ډول مرسته نده کړې او په وينا یې باید ورسره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو مرستې وشي ترڅو حاصلات یې زیات او په ښه بیه وپلورل شي. 

په ننګرهار کې د سبزیجاتو یو شمیر کروندګر شکایت کوي چې د طالبانو حکومت ورسره هیڅ ډول مرسته نده کړې او په وينا یې باید ورسره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو مرستې وشي ترڅو حاصلات یې زیات او په ښه بیه وپلورل شي.

د دې ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې دا مهال د سبزیجاتو او نورو کښتونو حاصل رسېدلی او په ننګرهار سربېره یو شمېر نورو ولایتونو ته هم له دې ځایه سبزیجات لېږدول کېږي.

د سره رود یو کروندګر انارګل اوس مهال په خپلو ځمکو کې غنم، دڼیا، هوږه، پیاز او یو شمېر نور سبزیجات کرلي.

دی ګیله مند دی، چې تر اوسه ورسره د کمیاوي سرو او اصلاح شویو او یا نورو برخو کې هیڅ مرستې نه دي شوي او په وینا يې که وشي نو حاصلات به يې ښه شي.

هغه امریکاغږ سره خبرو کې وویل: " مونږ د خپل جیبه سرې، تخمونه او هر شی را وړو. ټول تاوان او لګښت زمونږ د خپله جیبه دی حکومت مونږ سره څه کومک نه دی کړی."

دی اوس د سرو مولیو په خیشاوه بوخت دی، سره له دې چې له حاصلاتو او د پلور له بازاره يې خوښ نه دی، خو بیا هم وايي، چې په خپلو ځمکو کې يې له کلونو راهیسې د کوکنارو کرلو ته زړه نه دی ښه کړی.

آنارګل وايي، کوکنار له یوې خوا حرام او له بلې خوا يې خواري او زیار ډېر دی نو ښه ده، چې حلال کښت وکري او حاصلات يې خلکو ته ګټه ورسوي.

دی وايي: "دې اوس وخت کې قیمتۍ ته وګورئ غنم او وړه چیرته ورسېدل، ولې د کوکنارو په ځای غنم نه کرو".

د هغه په خبره، که حکومت ورسره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز په نورو برخو کې همکاري او مرستې وکړي، نو حاصلات به يې ښه او کروندګر به په خپل اقتصاد ودرېږي، چې بیا به د کوکنارو کښت ته هیڅ څوک زړه ښه نه کړي.

XS
SM
MD
LG