د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ وګټلې، افغانستان سره به مخامخېږي 


د ۲۰۲۳ د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د غوراوي لوبې ختمې شوې او سري لانکا او هالنډ دغه جام ته لاره ورکړه.

د لسو لوبډلو ترمنځ د غوراوي‌ دا سیالۍ له شاوخوا دریو اوونیو راهېسې په زمبابوې کې پیل شوې وې او نن یکشنبه جولاۍ نهمه (سرطان ۱۸) د سري لانکا په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په پایلوبې کې سري لانکا هالنډ ته د ۱۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. سري لانکا ۲۳۳ منډې وکړې خو د هالنډ ټوله لوبډله یې په ۱۰۵ منډو وسوځوله.

د غوراوي سیالیو غوره لوبغاړی د زمبابوې شان ویلیمسن شو چې ۶۰۰ منډې یې کړې وې.

ویسټ انډیز، چې د یوې ورځنیو سیالیو لومړی او دویم نړیوال جامونه ګټلي، ونشو کړای چې د سږکال نړیوال جام ته لاره وکړي.

په ویسټ انډیز سربېره، زمبابوې او ایرلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا دوه نور بشپړ غړي هېوادونه دي چې له دغه نړیوال جام څخه پاتې شول.

هالنډ د کرکټ د نړیوالې شورا دویم درجه هېواد دی چې په دغو سیالیو کې یې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي‌ چې د همدغه کال د اکتوبر په میاشت کې پیلیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې سري لانکا به د اکتوبر په ۳۰ نېټه د هند د پونه په ښار کې او هالنډ به د نومبر په درېیمه نېټه د هند د لکهنو په ښار کې له افغانستان سره په نړیوال جام کې مخامخېږي.

په دغه نړیوال جام کې هند، افغانستان، استرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ، سري لانکا او هالنډ لوبېږي.

لومړۍ به هره لوبډله له بلې سره لوبېږي او بیا به د سر څلور لوبډلې نیمه پایلوبې او له دې ډلې به یې دوې نورې پایلوبې ته وځي.

د کرکټ‌ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال جام په هرو څلورو کلونو کې یوځل کېږي، انګلنډ د ۲۰۱۹ کال اتلولي ګټلې وه او افغانستان په هغه نړیوال جام کې یوه لوبه هم نه وه ګټلې.

XS
SM
MD
LG