د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بنګله دېش څخه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ کې د شنبې په ورځ جولای اتمه (چنګاښ ۱۷) کوربه هېواد بنګله دیش ته د ۱۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او ددې لوبو لړۍ یې وګټله.

د بنګله دېش په چټاګانګ بندري ښار کې د دې لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلمشر لیتن داس وګټله او افغان لوبډلې ته یې لومړۍ د بیټینګ یا توپ وهني بلنه ورکړه.‌

افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدران د سلیزو پر مټ او د ۹ لوبغاړ په سوځید، په ۵۰ اوورونو کې بنګله دیش لوبډلې ته د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي رحمن الله ګربز په ۱۲۵ توپونو ۱۴۵ منډې وکړې او ابراهیم ځدراڼ بیا به ۱۱۹ توپونو سلیزه ووهله چې بیا د نجم الحسین په توپ وسوځید.

د بنګله دیش لوبډلې پرانیستونکي توپ وهونکي، محمد نعیم او لتین داس، د لوبې په پیل کې د فضل الحق فاروقي له خوا وسوځیدل.‌ د بنګله دیش لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې مشففق الرحیم وکړې.‌ هغه په ۸۵ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې، چې وروسته بیا د فضل الحق فاروقي لخوا وسوځیدی.

شکیب الحسن په لسو اوورونو کې ۵۰ منډې ورکړې. د بنګله دېش بل توپ اچونکي حسن محمود بیا په لسو اوورونو کې ۷۰ منډې، مستفیظ الرحمن په لسو اوورونو کې ۶۰ منډې، عبادت حسین په ۹.۲ اوورونو کې ۶۱ منډې او مهدي حسن بیا په نهه اوورونو کې ۶۰ منډې ورکړې.‌

د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان، راشد خان، په نهه اوورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او د بنګله دېش دوه لوبغاړي یې وسوځول. د افغانستان بل بالر، مجیب الرحمن، په لسو اوورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. همدا راز د افغانستان تیز بالر، فضل الحق فاروقي په ۷.۲ اوورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او درې لوبغاړې یې وسوځول.‌

همدا راز، رحمن الله ګربز ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغانستان تېر کال د فبروري په میاشت کې له بنګله دیش سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ بایللې وه. دواړو خواوو ټولټال ۹ یو روځنۍ لوبې کړي چې افغانستان څلور ګټلي او پنځه یې بایللي دي.

د افغانستان او بنګله دیش تر منځ د روانې لړۍ دریمه لوبه د سه شنبې په ورځ، د جولای پر ۱۱مه نېټه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG