د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا جولي د طالبانو له بند څخه د مطیع‌الله ویسا د خوشې کولو غوښتنه وکړه


د هالیووډ مشهوره هنرمنده او د بشري حقونو مدافع انجلینا جولي
د هالیووډ مشهوره هنرمنده او د بشري حقونو مدافع انجلینا جولي

د هالیووډ مشهورې هنرمندې انجلینا جولي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت پخوانۍ سفیرې "د قلم لار" ټولنې د مشر او د نجونو د تعلیم د حق مدافع مطیع الله ویسا ته چې اوس د طالبانو سره بندي دی، یو لیک لیکلی او ویلي یې دي د هغه د خوشې کیدو په هڅه کې له نورو فعالانو سره همغږې شوې ده.

انجلینا، په خپل لیک کې مطیع الله ویسا ته په خطاب کې لیکلي: "زه هم د افغانستان د نورو دوستانو په څیر ستا د نیول کېدو او زنداني کېدو خبر په حیرانۍ سره تعقیب کړ."

مېرمن جولي، چې یوه بشري فعاله هم ده، د ویسا د کار په ستاینه کې لیکلي: "زه پوهیږم چې تاسو د خپل ژوند له یوې لسیزې څخه زیاته برخه د افغان ماشومانو سره په مرستې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د کتابونو او وسایلو د لاسرسي او ښوونځیو ته د تګ فرصتونو ته وقف کړې ده."

د هالیووډ دغه مشهورې ستورې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د مطیع الله ویسا د عکسونو په شریکولو سره لیکلي: "هغه یو له هغو افغان نارینه وو څخه دی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع کوي."
جولي زیاته کړې ده: "هغه (ویسا) د طالبانو د هغې پرېکړې مخالفت وکړ چې نجونې یې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي. اوس هغه په زندان کې دی. ما نن د هغې په ملاتړ یو لیک ولیکه."

انجلینا جولي په خپل لیک کې لیکلي: "زه هم ستاسو په څیر هیله منه یم، هغه ورځ به راشي چې هر افغان ماشوم ښوونځي، کالج یا پوهنتون ته ولاړ شي او د یو سوله ییز افغانستان لپاره په ازاده توګه ونډه واخلي."

مطیع الله ویسا او ورور یې عطاالله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د «قلم لار» موسسه جوړه کړه او د دغې موسسې د فعالیت ډېره برخه د پوهنې پر سکتور متمرکزه ده.

مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د خوشحال خان مینې په سیمه کې د «ویس قرني» له جومات څخه خپل کور ته د راستنیدو پر مهال د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته د قلم لارې ټولنې د مشر نیول کېدل تائید کړل. نوموړي د امریکاغږ حایل خپرونې سره په مرکه کې ویلي وو: "د ویسا په نوم شخص خپلسرې کړنې لرلې، د نظام له خبرولو پرته یې پټې او ښکاره ناستې پیل کړې وې. له بهر سره یې اړیکې درلودې او له بهر څخه یې اوامر اخیستل."

د طالبانو د حکومت ویاند همداشان تور ولګاوه چې ویسا د "نظام پر ضد کار کاوه او باید د پلټنو لپاره احضار شوی وای.
د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاالله ویسا د مارچ په ۲۹ (۹حمل) له امریکا غږ سره په مرکه کې پر خپل ورور د طالبانو لګیدلي تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا تورونه موجه نه دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ کړنې ښکاره وې. زموږ فعالیتونه ښکاره وو، له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې موږ څه کوو ملت ته ښکاره دي، ټولې نړۍ ته معلومه ده، د هیچا په زیان نه، بلکې د افغانانو په ګټه وه. دا یو انساني او مدني حق دی، له ملت سره خبرې کول زموږ اسلامي حق دی او ملت باید خپل حق ترلاسه کړي."

د «قلم لار» ټولنه یوه مدني موسسه ده چې د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، په دغه سازمان کې ۳۰۰۰ رضاکاران په افغانستان کې د زده کړو حق ته وده ورکوي او ویسا هم د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو لپاره له خپلو حقونو څخه کار اخیستی.

مېرمن جولي په خپل لیک کې ویلي: "که څه هم موږ تر اوسه سره نه دي لیدلي، خو هیله لرم چې ژر به سره ووینم. زه یو ځل بیا کابل ته د تګ هیله لرم او له تاسو، ستاسو له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره چې د بریا د ترلاسه کولو لپاره د ماشومانو ملاتړ ته ژمن یاست، سره کښینو."

اغلې جولي زیاته کړه: "زه له ټولو هغو کسانو سره یوځای کیږم چې ستاسو ازادي غواړي، تر څو تاسو وکړای شئ خپل مهم کار ته دوام ورکړئ او د نجونو لپاره ټول تعلیمي محدودیتونه لیرې شي."

هغې ويسا ته په خطاب کې وويل چې هغه هير شوی نه دی او له هرې تورې شپې وروسته به يو روښانه سهار وي.

انجلینا جولي تر دې مخکې هم په خپل انسټاګرام کې د افغانستان وضعیت او د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته د نړیوالو د پاملرنې د جلبولو لپاره څو پوسټونه خپاره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG