د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتور د بډې اخیستلو په قضیه کې خپله بې ګناهي څرګنده کړه


باب مندیز او میرمن یې ناداین میندیز په نیویارک کې د فدرال محکمې ته په لار.
باب مندیز او میرمن یې ناداین میندیز په نیویارک کې د فدرال محکمې ته په لار.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا غړي باب میندیز د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (میزان پنځمه) د نیوجرسي په ایالت کې د دریو سوداګرو څخه د بډې اخیستلو په قضیه کې خپله بي ګناهي څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه دموکرات همکارانو د هغه د استعفا غوښتنه کړې ده.

تېره اوونۍ د نیویارک فدرال څارنوال دغه ۶۹ کلن سناتور او مېرمن یې د سرو زرو او سلګونه زره ډالرو رشوت په اخیستو تورن کړل.

څارنوال وویل چې سناتور میندیز د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستلو د مصر د حکومت سره مرسته کړې او د سوداګرو په اړه یې د امنیتي ځواکونو په تحقیقاتو کې مداخله کړې ده.

د سناتور ۵۶ کلنې مېرمنې ناداین میندیز، دوو سوداګرو هوزي اوریبي او فرد دیبس د قاضي په مخکې په خپلې بې ګناهۍ ټېنګار وکړ. په دغې قضیې کې بل درېیم سوداګر وایل هانا تېره ورځ خپله بې ګناهي څرګنده کړې وه.

میندیز د دموکرات ګوند د مقرراتو په اساس، په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په توګه خپله دنده پرېښې. خو له سنا څخه د استعفا غوښتنه یې رد کړې ده او ویلي دي چې د دغو تورونو په ضد به مبارزه کوي.

په امریکا کې ۵۰ ایالتونه دي او هر ایالت دوه سناتوران لري. په سنا کې د دموکرات ګوند اکثریت سناتورانو له هغه څخه غوښتي چې استعفا وکړي. دموکرات په سنا کې ۵۱ څوکۍ په لاس کې لري، په دوی کې یې درې مستقل سناتوران دي چې له دموکراتانو سره یو ځای دي. پاتې ۴۹ نورې څوکۍ بیا له جمهوریت غوښتونکو سره دي.

د دغه سناتور له کور څخه د سرو زرو او نقدو پېسو ضبط شوي تصویرونه هم په تورونو کې شامل دي.

څارنوال وايي چې یو سوداګر وایل هانا د میندیز او مصري مقاماتو ترمنځ ملاقات برابر کړی. مقاماتو په سناتور باندې فشار راوړی چې پوځي مرستې امضا کړي او د دې کار په بدل کې یې د هغه ښځه په هغه شرکت کې شامله کړې، چې هانا کنترولوه.

دا درېیم ځل دی چې سناتور میندیز د څارنوالانو له لورې له تحقیق سره مخامخ کېږي، خو هېڅکله هم محکوم شوی نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG