په داسې حال کې چې د اذربایجان له ۹۰ سلنې څخه زیات وګړي مسلمانان دي، خو په دغه هېواد کې د اسرائیل پلوه احساسات له ورایه څرګند دي او د دغه هېواد اتباعو د حماس ډلې په بریدونو کې د اسرائیلو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.
په دې په لړ کې، یو شمېر اذربایجانیان د یکشنبې په ورځ په پلازمینه باکو کې د اسرائیلو سفارت مخې ته راغونډ شول او پر اسرائیلو د حماس وسله والو لخوا د تیرې شنبې په ناڅاپي بریدونو کې د وژل شویو اسرائیلي وګړو او د هغوی د کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه یې د سفارت مخې ته د ګلانو ګیډۍ کيښودلې.
له بلې خوا، ددغه هېواد د وګړو یوه مهمه برخه په لویدیځه غاړه او غزې کې د فلسطینیانو د بد وضعیت له امله، له هغوی سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګنده کړې ده.
په باکو د کې د اسرائیلو سفیر جورج ډیک پر خپله ایکس پاڼې، لیکلې چې:"د تاریخ په دې تیاره شیبه کې" خپل د مننې مراتب څرګندوم.
هغه زیاته کړې:"زه د اذربایجان له خلکو څخه د دې ريښتینې ملګرتیا له امله مننه کوم."
د اذربایجان په څیر د یو داسې هېواد لپاره چې له ۹۰ سلنه څخه زیات وګړي یې مسلمانان دي، د اسرائیلو سره د پیوستون څرګندونه ډیره حیرانونکې ده.
پر اسرائیلو د حماس ډلې لخوا د بریدونو په ورځ، چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د اذربایجان د پارلمان غړي راسیم موصابي امریکا غږ ته وویل:"موږ هغه بریدونه په کلکه غندو چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. په دې سختو حالاتو کې موږ د اسرائیلو سره ولاړ یوو."
په ۱۹۹۱ کال کې، له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، له اسرائیلو سره د اذربایجان اړیکې په پرله پسې توګه پراخې شوې او په تېرو درېیو لسیزو کې په ستراتیژیک ملګرتیا بدل شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې، د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ، د بهرنیو چارو وزیر الی کوهن او د دفاع وزیر یوآو گالانت د اذربایجان څخه لیدنه کړې، چې ډیری کتونکي ورته د امنیت او اقتصادي ګټو پر بنسټ، د باثباته ملګرتیا په سترګه ګوري.
اسرائیل د اذربایجان جمهوریت ته د وسلو یو له عمده عرضه کوونکو څخه دی. د ستاکهولم د سولې د نړیوالې څیړنې انسټیټیوټ د راپور له مخې، د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ، اسرائیل د اذربایجان جمهوریت د وارداتو ۶۹ سلنه وسلې برابرې کړې دي، چې ددې پرمختللو پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو حجم، میلیاردونه ډالره اټکل کیږي.
د ناګورنو قره باغ جګړه او له اذربایجان سره د اسرائیلو مرسته
څارونکي وايي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ناګورنو قره باغ د شخړې په ترڅ کې، اسرائیل اذربایجان ته د پوځې مرستو او په ځانګړې توګه د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو)، کشفی الوتکو او د دافع هوا سیسټمونو په ورکولو سره، له ارمنستان سره په جګړې کې، د باکو په بریا کې مرسته وکړه. په دغو شخړو کې اذربایجان وتوانید چې د یادې سیمې پر یوه لویه برخه کنټرول ترلاسه کړي.
بلخوا، اذربایجان د اسرائیلو د تیلو ترټولو لوی عرضه کونکی دی. پدې مانا چې باکو ددغه اسرائیلو ۶۰ سلنه د تیلو اړتیاوي تامینوي.
همداشان، د اذربایجان حکومتي چارواکو په غزې کې د وروستۍ شخړې په اړه د رسمي اعلامیې په خپرولو کې له ډیرې پاملرنې څخه کار اخیستې دی، ترڅو په احتمالي توګه د یو بل ځواکمن متحد، ترکیې څخه چې په دودیز ډول د فلسطین او نورو ګڼ میشتو مسلمان هیوادونو ملاتړ کوي، لیرې نشي.
پر اسرائیلو د حماس ډلې له بریدونو څو ساعته وروسته، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیې کې وویل:"موږ د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نښتو په سیمه کې د ملکي وګړو په وړاندې تاوتریخوالی غندو او همداراز د اسرائیلو او غزې په تړانګه کې د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپله خواشیني څرګندوو. موږ په سمدستې توګه د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کوو."
د اذربایجان لخوا دا ډول څرګندونې د اسرائیلو اصلي دښمن ایران، چې د باکو او تل ابیب ترمنځ مخ پر ودې اړیکو ته د شک او دښمنۍ په سترګه ګوري، ډیر په زړه پوری نه وو.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ناصر کنعاني، د مارچ په میاشت کې د اسرائیلو او اذربایجان د لوړپوړو ډپلوماټانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه اندېښنه ښوولې او هغه یې د تهران لپاره ګواښ وباله.
همدراز د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه (سلواغۍ اوومه)، یو وسله وال کس د ایران په پلازمېنه تهران کې د اذربایجان پر سفارت برید وکړ او د دغه دپلوماتیک ماموریت د امنیت مشر یې وواژه.
د ایران حکومت هغه مهال وویل، چې دې برید "شخصي انګیزه" درلوده، خو د اذربایجان ولسمشر الهام علییف دا پېښه "ترهګریز برید" بللی وو.
د اذربایجان او اسرائیلو ترمنځ اړیکو ته یوازې د یوې معاملې په سترګه کتل یو ناسم اټکل دی. د اذربایجان پلازمینه باکو یو وخت د لسګونو زرو یهودانو کور وو، چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته، اسرائیلو ته د ښه ژوند په موخه کډه شول، خو ډیرې یې له خپلې مورنۍ ټاټوبي (اذربایجان) سره خپلې اړیکې ساتلي دي.
په ورته وخت کې، د پلازمینې باکو په ګډون د اذربایجان په بیلابیلو برخو کې د نږدې ۳۰ زره یهودانو یوه پرمختللې ټولنه ژوند کوي. همداراز د اذربایجان حکومت ددغه هېواد د یهودي لږکیو سره د چال چلند په اړه خپله تګلاره اعلان کړې او د یهودانو د عبادت ځایونو او د یهودي کلتوري میراثونو د بیارغونې لپاره یې بودیجه ځانګړې کړې ده.
خو بلخوا د بشري حقونو فعالانو د اسرائیلو لخوا د "پګاسوس جاسوسي سافټ ویر" په اړه چې د اذربایجان استبدادي حکومت ته اجازه ورکوي چې په سلګونو سیمه ایزو فعالانو او ژورنالیستانو څخه جاسوسي وکړي، اندیښنه څرګنده کړې. ددغو فعالانو په وینا، دا د ډیموکراتیکو نورمونو څخه سرغړونه او بشري حقونه له پامه غورځول دی.
سیاسي فعال رستم اسماعیل بیلي امریکا غږ ته وویل:"دا حقیقت چې نن ورځ دا شخړه د بسنټپاله حماس ډلې او د اسرائیل د ښي اړخه حکومت تر منځ په نښتو بدله شوې ده، د تیرو دریو لسیزو پایله ده."
په غزې کې د وضعیت له خرابیدو سره سره، اذربایجان او اسرائیل هوډ لري چې یو ستراتیژیک شراکت چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي، رامنځته کړي.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د اذربایجان غږ راډیو راپور کارول شوی.
فورم \ دبحث خونه