د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین په اړه د خلکو په پوهولو کې د دیني عالمانو رول


په پکتیکا کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي د علماوو شورا په ګډون ورسره ټول دیني عالمان د پولیو په مخنیوي کې همکاري لري او وخت په وخت د دغه ویروس په هکله خلکو ته د منبر له لارې روغتیایي پیغامونه لیږدوي.

د دوی په وینا، د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ټولو اقشارو همکاري د پام وړ ده، خو دیني عالمان ورسره د صحي پیغامونو په لیږد او د خلکو پوهاوي په برخه کې ډیر موثر واقع شوي.

د پکتیکا د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټرعزت الله امریکاغږ ته وویل چې دیني علمان له روغتیایي سکټور سره پراخه همکاري لري او د دوی په واسطه د پولیو او نورو ناروغیو په باب خپل پیغامونه ترخلکو رسوي.

عزت الله پدې هکله امریکاغږ ته داسې وویل: «په پکتیکا کې د علماوو شورا یا دیني عالمان عموما روغتیایي سکتور سره پوره همکاري کوي او د اړتیا په صورت کې روغتیایي فعالیتونه همغږي کوي. همدارنګه، د دوی له لارې موږ د سیمې او ټولنې تر وګړو روغتیایي پیغامونه رسوو.»

له بلې خوا یو شمېر دیني عالمان او عام وګړي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د روغتیاپالانو ترڅنګ د ټولنې د ټولو وګړو ونډه مشترګه ګڼي او په دې برخه کې مبارزه د یو ګد مسؤولیت په توګه بولي.

دیني عالم او مفتي، احسان الحق حنفي امریکاغږ ته وویل چې علما باید خلکو ته له دیني او اسلامي اړخه د طبابت په اړه پوهاوی ورکړي او د پولیو په څېر د معلولونکو ناروغیو د عواقبو په اړه یې لا زیات متوجې کړي.

حنفي وویل: «دیني عالمان کولای شي د منبر یا محراب له لارې او د دینی مجالسو په ترڅ کې خلکو ته د دیني مسایلو لکه ایمان، عقاید او داسې نورو معاملاتو ترڅنګ د طبابت، صحت او نظافت په برخه کې هم له خلکو سره رغنده بحثونه ولري ترڅو زموږ خلک په دې مسله پوه شي.»

نوموړي زیاته کړه، ډیر امراض داسې دي چې له محیط څخه پیدا کیږي، ځینې بیا له بې احتیاطیو پیدا کیږي، که دغه برخه هم د علماو لخوا خلکو ته تشریح شي نو زموږ خلک کولای شي خپل ځان، اولادونه او محیط پاک وساتي، دا یو دیني او صحي مسؤولیت دی.

د پکتیا یو بل عام وګړي، حبیب ګل مهمان بیا وویل: «د یو افغان په صفت مې ټولو ته دا پیغام دی چې خپل ماشومان کوم چې له پنځو کلونو څخه کم عمر لري واکسین کړي ځکه د ماشومانو واکسینول ډېر ضروري دي، ځکه واحد افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د پولیو پېښې لري نو د مخنیوي یوازینۍ لاره یې له واکسیناتورانو سره همکاري ده کوم چې کور په کور ګرځي.»

که څه هم د پولیو په وړاندې د روغتیاپالانو هڅې د سوېل ختیځې حوزې په شمول ټول هېواد کې په جدي ډول روانې دي خو ټینګار په دې کیږي چې ټولنه کې د پوهاوي سطحې په لوړیدو سره د ویروس ختمېږي نو په کار ده چې په لرې پرتو سیمو کې د پوهاوي په زیاتوالي تمرکز وشي او افغانستان له دې ساري وحشي ویروس د تل لپاره وژغورل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG