د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په وړاندې مبارزه کې ښځینه واکسیناتورانو ته جدي اړتیا ده - چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په فراه کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په کمپاینونو کې د ښځینه واکسیناتورانو شتون یوه اړتیا ده او د فراه په څېر یوه سنتي ټولنه کې واکسین ته لاسرسۍ اسانه کوي.

د فراه ولایت اوسیدونکي هم د ښځینه واکسیناتورانو کار یوه اساسي اړتیا بولي او وايي، چې د نارینه واکسیناتورانو په پرتله ښځینه واکسیناتورانې په اسانۍ کولای شي چې د کورنیو ټول ماشومان پر وخت واکسین کړي.

د دغه ولایت یوه اوسیدونکې ثنا نورزۍ چې د دوو وړو ماشومانو مور ده، وايي چې د هر ځل کمپاین په مهال یې د ښځینه واکسیناتورانو په مرسته هر وخت له کوم خنډ او ستونزې پرته خپل ماشومان واکسین ته چمتو کړي.

نوموړې امریکا غږ ته وویل: "زه دوه کوچنیان لرم او د دواړو عمر له پنځو کلنو کښته دی او زما خاوند د مزدورۍ لپاره ایران ته تللی دی، نو زه خپله کوچنیان واکسین ته اماده کوم، کله چې ښځې د واکسین لپاره راځي نو زه هیڅ مشکل نلرم او ښه په راحتۍ خپل اولادونه واکسین ته باسم. او زما خواهش دا دی چې په واکسین کې ښځې ډیرې شی."

په ورته وخت کې د فراه یو بل اوسیدونکی عبدالشکور حیدري وایي، د ښځینه واکسیناتورانو کار ځکه ډیر اغیزمن دی، چې کله په کور کې نارینه نه وي، نو دوی په اسانۍ کولای شي ماشومان واکسین کړي.

د حیدري په وینا، ټوله ورځ د نفقې د ګټلو په موخه د کار او روزګار په لټه کې وي او ډیر لږ داسې برابریږي چې په کور کې د ماشومانو ترڅنګ وخت تیر کړي.

هغه وویل: "رښتیا خبره دا ده چې زه ټوله ورځ له کوره بهر کار کوم ترڅو خپل اولادونو ته یو ګوله ډوډې پیدا کړم نو بیخي کم په کور یم ترڅو د ماشومانو واکسین ته رسیدګې وکړم، که چیرې د کوچنیانو د واکسین لپاره ښځې راشي نو زما زړه بیخي جمع کیږي او زما میرمن به په اسانۍ وکولای شي ماشومان واکسین ته وباسي."

بل خوا روغتيايي چارواکي د پوليو واکسين د بشپړ تطبيق ډاډ ورکوي او وايي، چې کورنۍ له کوم خنډ پرته له واکسين کوونکو سره مرسته کوي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي احسان الله شاکر وایي چې داسې لامل نشته چې له امله یې ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې شي.

نوموړي وویل: "د ښځینه واکسیناتورانو په تړاو چې دوی په کمپاین کې څومره رول لري، باید ووایو چې زمونږ او ستاسو ټولو هدف دا دی چې وطنوالو ته واکسین په سمه طریقه ورسیږي، نو واکسین په ښه ډول جریان لري، ټول خلک خپل ماشومان د واکسین ټیم ته راوړي، نو داسې کومه پېښه نه لرو چې په کوم کور کې ماشومان له واکسین څخه پاتې شوی وي."

له فراه پرته په نورو ولایتونو کې هم ډیری وخت خلک ورته غوښتنه لري چې د ښځینه واکسیناتورانو رول موثر دی او هغه ځکه چې دوی کولای شي کورونو ته هم ورشي او ماشومان واکسین کړي، چې په دې ډول سره هیڅ ماشوم له واکسین نه پاتې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG