د لاس رسي وړ اتصالات

د بندونو د نشتوالي له امله سیلابونه زمونږ ولاړ فصلونه له منځه وړي – کروندګر


د بندونو د نشتوالي له امله سیلابونه زمونږ ولاړ فصلونه له منځه وړي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر وايي، ډېر کله يې فصلونه د اوبو د نشتوالې له امله سوځېږي او که بارانونه وشي نو چینې او کارېزونه یې کروندو ته اوبه ورکوي.

خو د دې ولسوالي په املې سیمه کې یو کروندګر ممتازخان امریکاغږ سره په مرکې کې وویل، کله چې بارانونه ډېر وشي او سیلابونه را شي، نو د بندونو د نشتوالي له غمه يې ټولې کروندې سیلاب وړي.

ممتاز خان زیاته کړه: ”بندونه نشته دی، که بارانونه وشول نو په خوړ کې سیلابونه راځي او که بارانونه ونه شي نو د اوبو درک نشته دی او زمونږ فصلونه وچيږي“.

دی وايي، یو جریب ځمکه يې خپله ده او نږدې یو جریب نوره يې په اجاره نیولې او سبزي پرې کري.

هغه وايي، په کوم کال کې چې بارانونه وشي، نو کروندې يې ښه حاصلات ورکوي، خو که سیلابونه راشي نو بیا سخت زیانونه ګوري.

هغه دا هم وايي، چې د کوکنارو په کر د طالبانو له بندیز را وروسته په دره نور ولسوالۍ کې هیڅ کوکنار نه دي کرل شوي، خو د بدیلو مرستو ژمنې ورسره نه دي عملي شوي.

دی غوښتنه کوي، چې لومړی دې په دې ولسوالي کې کروندګرو ته د اوبو بندونه جوړ شي تر څو د سیلابونو اوبه جمعه او بیا يې په منظمه توګه کروندو ته ورکړي.

د ممتاز په خبره، چې دره نور له پخوا راهیسې امن ولسوالي وه، خو د اوبو د سربندونو تر څنګ ورته په زراعتي برخه کې نوره پاملرنه هم نه ده شوې.

دی وايي:”چې بندونه جوړ شي نو زمونږ مشکلات حل کېږي، زمونږ کارېزونه وچ دي، کله چې بندونه جوړ شي نو کارېزونو کې خپله اوبه پېدا کېږي“.

د هغه په خبره، چې د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز د کرنې په برخه کې له یو شمیر کروندګرو سره مرستې هم شوي دي، خو داسې خاصو خلکو ته ورکول شوي دي.

XS
SM
MD
LG