د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډوزه د ګوزڼ ضد واکسین مرسته وکړه


د اندونیزیا د پلاوي مشر په کابل کې په نننۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې دغه هېواد به د روغتیا په برخه کې افغانستان یوازې نه پریږدي.
د اندونیزیا د پلاوي مشر په کابل کې په نننۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې دغه هېواد به د روغتیا په برخه کې افغانستان یوازې نه پریږدي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، اندونیزیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د پولیو ضد ۱۰ میلیونه ډوزه واکسین د مرستې اعلان وکړ.

د اندونیزیا هېواد لخوا د ګوزڼ ضد واکسین د لس میلیونه ډوزه مرستې د ورکړې پرمهال، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او نورو کورنیو او بهرنیو روغتیایي بنسټونو استازو د یاد هېواد له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د پولیو د مخنیوي په برخه کې د اندونیزیا دا ګام ګټور وباله.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندرعباد په همدې مناسبت جوړې شوی ناستې ته د وینا پر مهال وویل: "د اندونیزیا له حکومت څخه منندوی یو چې له افغانستان سره خپلو روغتیايي مرستو ته دوام ورکوي، غواړو چې د روغتیا په برخه کې د دغه هېواد له تجربو او عصري سیسټمونو څخه د خپل هېواد د روغتیايي سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره کار واخلو. هیله لرو چې دغه هېواد به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کې هم خپلې مرستې دریغ نه کړي."

د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت د خپلو نړيوالو همکارانو په مرسته په افغانستان کې د پوليو د بشپړې مخنيوي لپاره ژمن دى.

هغه همدارنګه زیاته کړه: "موږ د دې شاهدان یو چې د اندونیزیا حکومت له افغان ولس سره څومره نږدې همکاري کړې او تل یې هڅه کړې چې د افغانانو ستونزو ته په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د حل لارې چارې ومومي او نه یوازې د روغتیا په برخه کې بلکې په نورو برخو کې هم هڅې کوي. د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه د پولیو ناورغۍ ختمولو ته ژمن دی."

له بلې خوا د اندونیزیا د پلاوي مشر، بودي رحمت سوریا سپیترا، په کابل کې پدې اړه په جوړې شوې ناستې کې ژمنه وکړه چې دغه هېواد به د روغتیا په برخه کې افغانستان یوازې نه پریږدي.

نوموړي وویل: " ما د وزیر خبرې واورېدې چې په هغه کې یې د لومړنیو روغتیایی خدماتو د ښه کولو او پراخولو اړتیا یادونه وکړه. انشاالله، زه به دا راپور د کورنیو چارو له وزیر او د خپل هېواد له استازي سره شریک کړم او ډاډ ورکړم چې موږ به هیڅکله افغانستان یوازې پرېنږدو. زموږ نننۍ غونډه د دې څرګندی ده چې موږ د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره راغلي یوو."

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې اندونیزیا د پولیو واکسین په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ په نورو مهمو روغتیايي برخو کې هم له افغانستان سره همکار پاتې شوی دی.

له دې اخوا، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د بلګیټس بنسټ او نورو ادارو په پرله پسې له افغانستان سره د ګوزڼ د ناروغۍ په برخه کې مرسته کړې او نړیوال تمه لري چې افغانان به خپل چاپیریال له دغه ویروس څخه پاک کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG