د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ژوندی سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته: امریکا د هرمز تنګي د محاصرې بهیر پیل کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.

۲۳:۲۵ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

ولسمشر ټرمپ: موږ د ایران د سمندري ځواک ۹ کښتۍ ډوبې کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر،ډونالډ ټرمپ، د ایران د رژیم د سمندري ځواک د ۹ کښتیو د له منځه وړلو او ډوبېدو خبر ورکړ.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د مارچ په لومړۍ نېټه، د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «همدا اوس راته خبر راکړل شو چې موږ د ایران د سمندري ځواک ۹ کښتۍ، چې ځینې یې نسبتاً لویې او مهمې وې، له منځه وړي او ډوبې کړې دي.»

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «موږ په پاتې نورو پسې هم ګرځو – هغوی به هم ډېر ژر د سمندر تل ته ولېږدول شي.»
ډونالډ ټرمپ همدارنګه لیکلي: «موږ په بله حمله کې د هغوی د سمندري ځواک مرکز هم تر ډېره حده ویجاړ کړی دی.»
له دې وړاندې په بندرعباس کې د سختو چاودنو په اړه خبرونه او ویډیوګانې خپرې شوې وې.

۲۲:۴۰ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام د ایکس پر ټولنیزې شبکې باندي پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو عملیاتو په اړه پوست خپور کړی چی وایي:

«تیره شپه، د امریکا (B-2) ډوله پوځي بم غورځوونکو جت الوتکو، چې په ۲,۰۰۰ پونډه بمونو سمبالې وې، د ایران د بالستیکو توغندیو تاسیسات چې په کلکه یې ساتنه کیدله، په نښه کړل. هېڅ هېواد باید هېڅکله د امریکا پر هوډ شک ونه کړي.»


۲۱:۴۸ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

یو شمېر ایراني وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایران د رهبر، علي خامنه ای، مړینه لمانځلې ده. خامنه ای د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸) د متحدو ایالتونو او اسرائیل په ګډ هوایي بریدونو کې ووژل شو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د علي خامنه ای وژل کېدل اعلان کړ.

۲۰:۴۳ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴


د امریکا پوځ: درې امریکایي سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي

د امریکا پوځ وايي چې په ایران کې «د حماسي غضب د عملیاتو » په ترڅ کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام (CENTCOM) په یوه اعلامیه کې ویلي چې څو نور سرتېري ټپیان شوي خو اوس، بېرته دندې ته د ستنېدو په حال کې دي.

د سنټکام په خبرپاڼه کې راغلي: «ستر پوځي عملیات دوام لري او زموږ د غبرګون هڅې روانې دي.»

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG