د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ: درې امریکایي سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي

د امریکا پوځ وايي چې په ایران کې «د حماسي غضب د عملیاتو » په ترڅ کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام (CENTCOM) په یوه اعلامیه کې ویلي چې څو نور سرتېري ټپیان شوي خو اوس، بېرته دندې ته د ستنېدو په حال کې دي.

د سنټکام په خبرپاڼه کې راغلي: «لوي پوځي عملیات دوام لري او زموږ د غبرګون هڅې روانې دي.»

سنټکام ویلي: «وضعیت ټرینګلی دی، نو د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د درناوي له امله به نور معلومات، په ځانګړي ډول د وژل شویو سرتیرو د تثبت هویت نه وروسته، تر هغې پورې نه خپروو چې د هغوی خپلوانو ته له خبر ورکولو ۲۴ ساعته تېر نه شي.»

له دې وړاندې، د امریکا پوځ راپور ورکړی و چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یې د عمان په خلیج کې د ایران یوه سمندري جنګي بېړۍ په نښه کړې ده.

سنټکام د یکشنبې په ورځ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران د «جماران» په نوم د موج د لمړي کلاس ایرانی جنګي بېړۍ په نښه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه بېړۍ د چابهار په بندر کې د عمان خلیج په تل کې ډوبه شوه.

د امریکا پوځ له ایراني سمندري سرتېرو وغوښتل چې «بېړۍ پرېږدي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG