د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د ایران د ترهګر رژیم وړتیا چې د امریکا پر ځواکونو او سیمهییزو متحدینو اغېز وکړي «په چټکۍ سره کمېږي». دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جګړهییز ځواک د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو په شپږمه ورځ لا زیاتېږي.
مرکزي قوماندانۍ دا تازه عملیاتي معلومات د پنجشنبې په ورځ د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې خپاره کړل او ورسره یې د امریکايي جنګي الوتکو ویډیو هم خپره کړه چې پکې ښکاري توغندي د ایران د رژیم پر پوځي هدفونو لګېږي.
د چهارشنبې په ورځ ناوخته سینتکام لیکلي چې د ایران د رژیم د ګرځنده یا سیارو توغندیو د توغولو د وړتیا د له منځه وړلو دپاره یې هڅې روانې دي. دوي زیاتوي چې : «موږ دا ګواښونه پیدا کوو او په وژونکي دقت سره یې له منځه وړو.»
د ایران په رژیم باندې د امریکا او اسرائیل د ګډ برید نن شپږمه ورځ ده.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې متحدو ایالتونو د ایران د رژیم په ضد له اسرائیل سره په ګډ برید کې "د پام وړ پرمختګ" کړی دی چې د هغه په وینا مشرتابه یې د عملیاتو څخه پنځه ورځې وروسته "په چټکۍ سره" ورک کیږي.
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (فبرورۍ درېیه) په سپینې ماڼۍ کې د یو بحث په پیل کې وکړې. ولسمشر ټرمپ وویل چې عملیات "په ډیر ښه وضعیت کې دي" او " دوام به وکړي".
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني په خپل ایکس حساب کې د ایران په پوځي تاسیساتو باندې د یو برید ویدیو خپره کړې او لیکلي یې دي:
«په داسې حال کې چې ایراني رژیم له توپیر پرته په ولسي خلکو د میزایلو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي، د متحدو ایالتونو ځواکونه په تهاجمي او دقیقه توګه د ایران میزایل توغوونکي په نښه کوي او ویجاړوي.»
ایران د چهارشنبې په ورځ پر قطر او متحده عربي اماراتو باندې نوي توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل. دا پداسې حال کی ده چې ترکیه هم د ایران د بالستیک توغندي هدف وګرځېده.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وویل چې ځواکونو یې د ایران له لوري د توغول شویو ۱۲۸ بېپیلوټه الوتکو څخه ۱۲۱ الوتکو بریدونه خنثی کړي دي او درې توغندي شنډ شوي دي.
د قطر د دفاع وزارت راپور ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ یې د ایران لس بېپیلوټه الوتکې او دوه کروز توغندي وویشتل او له منځه یې یوړل.