د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر بیټ هګسیټ د پنجشنبې په ورځ (مارچ پنځمه) په یو خبري کنفرانس کې په ایران باندې د حماسي غضب د عملیاتو په اړه تازه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې ایران هیله لري، امریکا دا جګړه روانه ونه شي ساتلای، خو په خبره یې دا محاسبه یې غلطه ده.
د امریکا یوه خبري سرچینه وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د راتلونکي مشر په ټاکلو کې د شخصي ښکیلتیا په اړتیا ټینګار کړې، او ویلي دي چې ددې ترهګر رژیم ستر مشر او لسګونه نور لوړ پوړي چارواکي یې د شپږو ورځو په اوږدو کې د امریکا او اسرائیل په برید کې له منځه وړي دي.
د اکسیوس په نوم یوې رسنۍ ویلي چې دوی د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ سره په ټلیفون خبرې کړي او هغه د ایران د راتلونکي مشر په اړه ویلي "زه باید په ګمارنه کې ښکیل اوسم، لکه څنګه چې په وینزویلا کې د ډیلسي روډریګز سره ښکيل وم ."
یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې غواړي شخصآ د ایرن د رژیم د اینده رهبر په ټاکلو کې دخېل وي.
د ایران د رژیم مخکنی مشر ایت الله خامنه يي د متحدو ایالتونو او اسرائیل په بریدونو کې ووژل شو.
د اکسیوس خبري شبکې راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ سره یې د پنجشنبې په ورځ د تیلیفون له لارې مرکه کړې او د هغه له قول یې لیکلي چې «باید په دغه انتصاب کې دخېل واوسم، هاغسې چې د وېنزویلا د دلسي [رودریګز]» په انتصاب کې دخیل وم.
متحدو ایالتونو اعلان کړی هغه اقدامات به ترسره کړي چې د تیلو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي او د نړیوالو اسهامو هغه مارکیتونه باثباته کړي چې په تېرو پنځو ورځو کې د ایران له خوا د هرمز په تنګي کې پر کښتيو د بریدونو له امله ګډوډ شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي:“د ټرمپ اداره به د امریکا د انرژۍ برلاسی لا پیاوړی کړي او وینزویلا کې به زمونږ د تیلو د نوې موندل شوې سرچینې څخه ګټه واخلي. سربېره پر دې، ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا پرمختیایي مالي اداره به د سیاسي خطر بیمه د هغو تیل وړونکو او بار وړونکو کښتيو لپاره په مناسب قیمت برابره کړي چې د خلیج په سیمه او شاوخوا کې فعالیت کوي.”
هغې دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ مخکې اعلان کړی و که اړتیا پېښه شي، د امریکا سمندري ځواک به د هرمز له تنګي څخه د تیلو ټانکرونه د خوندیتوب دپاره بدرګه کړي.
د هرمز تنګي لپاره د امنیتي ګامونو اعلان: امریکا غواړي د تیلو لوړې بیې راټیتې کړي