د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۲۱:۴۸ ۱۲.۱۲.۱۴۰۴

اسرائیل د سه‌شنبې په ورځ (مارچ درېیمه) د لبنان سوېلي سیمو باندې ځمکنی برید پیل کړ او په بیروت کې یې د حزب‌الله په بنسټونو نوې هوايي حملې وکړې، دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حکومت د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دې ډلې د پوځي فعالیتونو بندول اعلان کړل.

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو په خپل اېکس حساب کې په یوه بیان کې لیکلي چې ځواکونه یې"د لبنان په جنوب کې عملیات کوي" او "د پرمختللي دفاعي حالت د یوې برخې په توګه سرحدي سیمې ته نږدې په څو نقطو کې ځای پر ځای شوي دي" او "د حزب الله د ترهګریزې زیربنا په ضد هدفي بریدونه" کوي.

۱۷:۵۴ ۱۳.۱۲.۱۴۰۴


د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیټ په پنټاګون کې د ایران رژیم په ضد د امریکايي ځواکونو د حماسي غضب د عملیاتو په اړه تازه معلومات ورکړل.
پیټ هګسټ وویل چې د ایران د رژیم مشرتابه، هوايي او سمندري ځواکونه، پوځي تاسیسات او د سپاه پاسداران د سوق مرکزونه له منځه تللي.


۱۸:۰۲ ۱۳.۱۲.۱۴۰۴

د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز دن کین په پنټاګون کې د ایران رژیم په ضد د امریکايي ځواکونو د حماسي غضب عملیاتو په اړه وویل چې امریکایي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د ایران په هوايي او سمندري ظرفیتونو او د میزایلو د توغوونې په مرکزونو بریدونه کړي او دا بریدونه به په راتلونکو څو ورځو کې نور هم زیات شي.
نوموړي په عربي هېوادونو باندې د ایران بریدونو ته په اشارې وویل چې دغو هېوادونو د ایران ډېر بریدونه خنثی کړي دي او یو شمېر بې پیلوټه الوتکې یې وېشتلي دي.

د جګړې د وزیر پیټ هګسیت او د وسله والو ځواکونو د عمومي لوی درستیز دن کین ګډ خبري کنفرانس
د جګړې د وزیر پیټ هګسیت او د وسله والو ځواکونو د عمومي لوی درستیز دن کین ګډ خبري کنفرانس


۲۰:۳۰ ۱۳.۱۲.۱۴۰۴

سپینه ماڼۍ وایي چې څه باندې نهه زره امریکایي وګړي په خوندي توګه له منځني ختیځ څخه بېرته متحدو ایالتونو ته راستانه شوي دي. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، په دې کسانو کې څه باندې ۳۰۰ تنه یې له اسرائیل څخه راستانه شوي دي.

واشنګټن په داسې حال کې له سیمې څخه د امریکایي وګړو پر ایستلو کار کوي چې ترکیې ویلي یو ایراني میزایل یې شنډ کړی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG