د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۲۱:۳۷ ۱۳.۱۲.۱۴۰۴

حزب الله د سې شنبې په شپه د اسرائیل په تل ابیب او حیفا سیمه راکټونه وویشتل، چې دا په دې اونۍ کې دوهم ځل دی چې د ایران ملاتړې ترهګرې ډلې د نومبر ۲۰۲۴ کال له اوربند راهیسې اسراییل په نښه کوي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون د سعودي عربستان، قطر، متحده ایالاتو، فرانسې او مصر سفیرانو ته وویل چې حزب الله د لیتاني سیند د شمال له سیمو څخه راکټونه توغولي دي.

د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چې د دوشنبې راهیسې یې په لبنان کې له ۲۵۰ څخه زیات هدفونه یې په نښه کړي دي، چې په کې د توغندیو د ویشتلو ځایونه، د وسلو ډیپوګان او د قوماندې مرکزونه شامل دي.

د اسرائیل پوځ د ایکس په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې سرتیري یي "د پرمختللي دفاعي حالت د یوې برخې په توګه سرحدي سیمې ته نږدې په څو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي" او "د حزب الله د ترهګریزو زیربناوو په وړاندې هدفمنده بریدونه" کوي.

۲۲:۲۸ ۱۳.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیرې کرستي نوم د مارچ په درېیمه نېټه، د امریکا د کانګرس د قضایه کمېټې په استعماعیه غوڼده کې برخه واخیسته او د هغوي پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

دا غونډه د کورني امنیت وزارت پر فعالیتونو د څار په موخه جوړه شوې وه، خو د بحث مهمه برخه امریکا ته د انتقال شویو افغانانو د اسنادو او امنیتي ارزونې موضوع وه.

په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، زرګونه افغانان د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته ولېږدول شول.

د امریکا د کورني امنیت وزارت: د راغلو افغانانو د ارزول شویو دوسیو بیا څېړل دوام لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیره، کرستي نوم
د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیره، کرستي نوم
۲۲:۳۰ ۱۳.۱۲.۱۴۰۴

ایران د چهارشنبې په ورځ پر قطر او متحده عربي اماراتو باندې نوي توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل. دا پداسې حال کی ده چې ترکیه هم د ایران د بالستیک توغندي هدف وګرځېده.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وویل چې ځواکونو یې د ایران له لوري د توغول شویو ۱۲۸ بې‌پیلوټه الوتکو څخه ۱۲۱ الوتکو بریدونه خنثی کړي دي او درې توغندي شنډ شوي دي.

د قطر د دفاع وزارت راپور ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ یې د ایران لس بې‌پیلوټه الوتکې او دوه کروز توغندي وویشتل او له منځه یې یوړل.

د سیمې پر ضد د ایران هوايي بریدونه تر ترکیې وغځېدل

د حماسي غضب د عملیاتو لومړیو سلو ساعتونو کې د بریدونو سیمې
د حماسي غضب د عملیاتو لومړیو سلو ساعتونو کې د بریدونو سیمې
۰۰:۰۲ ۱۴.۱۲.۱۴۰۴

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني په خپل ایکس حساب کې د ایران په پوځي تاسیساتو باندې د یو برید ویدیو خپره کړې او لیکلي یې دي:
«په داسې حال کې چې ایراني رژیم له توپیر پرته په ولسي خلکو د میزایلو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي، د متحدو ایالتونو ځواکونه په تهاجمي او دقیقه توګه د ایران میزایل توغوونکي په نښه کوي او ویجاړوي.»


نور پورته کول

XS
SM
MD
LG