د ملګرو ملتونو کارپوهانو نن چهارشنبه (مارچ۲۵) له پاکستان او افغانستان څخه وغوښتل چې نوی اوربند اعلان کړي او دوامداره سولې ته د رسېدو لپاره دې خبرې وکړې.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ له شاوخوا یوې میاشتې جګړې وروسته د کوچني اختر په ورځو کې اوربند وشو، خو راپورونه وايي چې له اختر وروسته د دواړو خواو ترمنځ بیا جګړه پیل شوې ده.
څو ورځې مخکې سپینې ماڼۍ د پاکستان او طالبانو څخه وغوښتل چې روانې شخړې د خبرو او دپلوماسۍ له لارې حل کړي.
په ژینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېسیون په خپل ویبسایټ کې په دې اړه د خپلو کارپوهانو بیان خپور کړی، په بیان کې ویل شوي دي: «موږ پاکستان او افغان مقامات هڅوو چې دایمي اوربند وکړي، د جګړې ژړې ختمې کړې او د نړیوال قانون څخه د سرغړونې په اړه دې حساب ورکول تضمین کړي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په کابل کې د معتادانو د معالجې په روغتون باندې د پاکستان هوايي برید هم غندلی دی. طالب مقامات وايي چې په دغه برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي، خو پاکستاني مقامات دا ادعا نه مني.
دغو کارپوهانو همدغه راز په پاکستان کې د طالبانو سره د تړلیو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده، چې په خبره یې ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر خلک یې بې ځایه کړي دي.
دوی ویلي دي: «د طالبانو په ګډون ټول مقامات باید د خپلو سرحدونو څخه د باندې هم، په جدي توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې د انسان د ژوند حق ونه ګواښي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې «په افغانستان باندې د پاکستان برید د زور څخه د استفادې د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې او نړیوال عرفي قانون څخه سرغړونه ده.
دوی وايي چې «پاکستان قوي شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي چې افغان مقاماتو د پاکستان په قلمرو کې د ټي ټي پي بریدونه کنټرول کړي او یا یې رهبري کړې دي.»
دغو کارپوهانو ویلي: «په ناقانونه توګه د زور کارول دا مانا لري چې پاکستان د ټولو هغو کسانو د ژوند حق تر پښو لاندې کړی، چې په دغو بریدونو کې وژل شوي. ممکن ځینې هغه بریدونه، چې ولسي تلفات یې اړولي، هم د بشري حقونو د نړیوال قانون څخه سرغړونه وي.»
ملګري ملتونه وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د پيل شوې جګړې راهېسې ۷۶ ولسي خلک وژلي او۲۱۳ نور ژوبل شوي او څه باندې ۱۱۵۰۰۰ نور خلک بې ځایه شوي دي. د دې ترڅنګ روغتیايي مرکزونه، د ولسي خلکو کورونه او مارکیټونه هم زیانمن شوي، ښوونځي بند شوي او دروازې تړل شوي دي.
پاکستان ادعا لري چې افغان طالبانو په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو جنګیالي او مشران ساتي او هغوی له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلان او عملي کوي. خو افغان طالبان وايي هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.
څو ورځې مخکې د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو په اړه امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي وو: «متحده ایالتونه وضعیت له نژدې څاري او پاکستان او طالبان هڅوي چې په شخړو کې تازه زیاتوالی د خبرو او دیپلوماسې له لارې حل کړي.»
د سپنې ماڼې په دغه ایمل کې همدغه راز ویل شوي دي چې «متحده ایالتونه د ترهګرۍ هر ډول غندي او ټولې خواوې هڅوي چې دا ډاډ ورکړي د ترهګرو له لوري یې قلمرو د سرحدونو څخه د باندې د ګاونډیانو په ضد د بریدونو لپاره ونه کارول» شي.
فورم \ دبحث خونه