د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د سېلابونو له امله ۱۶ کسان مړه شوي

په ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو له امله راوتلیو سېلابونو لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه کړي دي.
په ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو له امله راوتلیو سېلابونو لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه کړي دي.

د افغانستان رسنیو راپور ورکړی چې په ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو له امله راوتلیو سېلابونو لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې د مارچ میاشتې له وروستیو راهیسې، د طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو او د ځمکې ښویېدنې له امله ټولټال ۱۱۰ کسان مړه شوي، تر ۱۶۰ ډېر ټپیان دي او ۷ تنه نور لا درکه دي.

د دغې ادارې په وینا، په دې موده کې شاوخوا شپږ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي او له پنځو زرو څخه ډېر کورونه زیانمن شوي دي.

یادې ادارې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ټول افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي، ۶ ټپیان دي او ۷ نور لا درکه دي.

بل پلو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو ویلي چې وروستیو طبیعي پېښو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او زیانمنې شوې کورنۍ بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۲مې څخه د مارچ تر ۲۹مې پورې، په ټول افغانستان کې ۲۲۶۸ کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.

د اوچا راپور زیاتوي چې دا ډول طبیعي پېښې په متوسط ډول هر کال شاوخوا ۲۰۰ زره کسان اغېزمن کوي.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG